ژبه

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

احمد صهيب حسرت

۱۲ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۹

Views: ۲۰

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د بغلان ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د پلخمري ښار اړوند د حسین‌خېل کلي په مربوطاتو کې د دوو سراچه موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې په دې پېښه کې یوه سړي، یوې ښځې او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان چې دوه سړي او درې ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان د بغلان امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت د منسوبینو له لوري د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د بغلان ولایت مقام له موټرچلوونکو غوښتي چې ترافیکي قوانین او مقررات مراعات کړي، څو د ورته دردناکو پېښو مخه ونیول شي.