منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۲ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۶ کتنې
ارشیف

پلخمری (پژواک،۹ زمری ۱۴۰۵) د بغلان امنیه قومانداني وایي د دغه ولایت اړوند شمالي سالنګ کې د دوو باروړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ‎د شمالي سالنګ تنکلر په نوم سیمه کې په یو بار وړونکي موټر کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.