Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د ترافیکي پېښو له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټيپان شوي

پلخمري (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دوشي او خنجان ولسواليو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه پرون د دوشي ولسوالۍ اړوند د «بابرقول» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه اوروژونکي موټر (اطفایه) له یوه کرولا موټر سره ټکر وکړ.

سرچینې لیکلي په دغه پېښه کې یو تن مړ او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

ورته مهال له یاد دفتر څخه په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د جنجان ولسوالۍ اړوند د شمالي سالنګ ملخانو سیمه کې د یوه کرولا او ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي بس ترمنځ د ټکر له امله یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي او بل کس نادرکه دی چې د موندلو هڅې یې روانې دي.

خبرپاڼه کې د پېښو علت د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.