منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:08 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي

· 1 دقیقه لوستل · 305 کتنې · تازه شوی

پلخمري (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ  شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په دیوالک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي دښمنۍ او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو پر سر رامنځته شوې چې له امله یې له دواړو کورنیو څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .

ورته مهال، د یادې سیمې يوه اوسېدونکي چې نه یې غوشتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل چې اود تاله برفک ولسوالۍ اړوند دیوالک کلي کې دوه قومونو ترمنځ د اوبو پر سر شوې شخړه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

دی وايي، د پنځو وژل شوو کسانو ترڅنګ څو نور کسان ټپیان شوي هم دي چې د دوو روغتیايي حالت نازک و او ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.