ژبه

بغلان کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

توسط احمد صهیب حسرت

مې 22, 2026 - 12:29 pm

Views: 24

پلخمري (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): بغلان کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بورکه، ډنډغوري، دهنه‌غوري او خنجان ولسوالیو کې د سېلابونو راتلو له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریيس هدایت‌الله همدرد پژواک ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په بورکه ولسوالۍ کې سېلابونه راغلي چې له امله یې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دهنه‌غوري، ډنډ‌غوري او خنجان ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړی وایي، همدا شېبه ولایت مقام له سیمې د کره معلوماتو راټولولو او ورته د مرستو وېش لپاره اضطراري غونډه وربللې،  له ناستې وروسته به زیانمنو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر پیل شي.