Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني؛ ۱۲۰ کسان په‌‌کې وژل شوي خو لا هم نه ده حل شوې

پلخمري (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): شاوخوا ۳۵ کاله پخوا د بغلان د ده‌صلاح ولسوالۍ د قاسان درې په ګدالي کلي کې د یوې قضيې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې یوه دښمنۍ کې تر اوسه ۱۲۰ کسان وژل شوي خو لا پای ته نه ده رسېدلې؛ اوس یې ښکېل لوري د سولې او جرګې غوښتنه کوي.

د معلوماتو له‌ مخې، له نن څخه شاوخوا ۳۵ کاله پخوا د بغلان د ده‌صلاح ولسوالۍ د قاسان درې په ګدالي کلي کې د یوې نجلۍ د ودولو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه پیل شوه چې یو کس په ‌کې ووژل شو.

له هغې ورځې راوروسته دغه شخړه په دښمنۍ واوښته چې تر اوسه په ‌کې ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.

ځايي قومي مشران وايي، دا د دغه ولایت په کچه تر ټولو اوږده او خونړۍ دښمني ده چې پېښه یې د یوه داستان په ډول له نږدې څلورو لسیزو راهیسې د خلکو پر خولو پاتې ده.

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ارباب بسم‌الله خان پژواک خبري اژانس ته وویل، دا دښمني د ارباب غیاث او مولا په نومونو د دوو کورنیو ترمنځ ده چې د یوې نجلۍ د واده پر سر رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه: «د ارباب غیاث د کورنۍ نجلۍ غوښتل له یوه بل هلک سره واده وکړي، خو د مولا کورنۍ بیا غوښتل د خپلې کورنۍ یوه ځوان ته یې واده کړي، په همدې یې ترمنځ لانجه شوې، په دې کې د مولا د کورنۍ هغه ځوان چې غوښتل یې له دې نجلۍ سره واده وکړي ووژل شو، دښمني یې پیل شوه، بله ورځ یې په غچ اخیستو کې له دواړو خواوو ۱۷ کسان ووژل شول.»

د نوموړي په خبره، د ارباب غیاث او مولا د کورنیو ترمنځ د دې دښمني شاوخوا ۳۵ کاله ووتل او په دې موده کې له دواړو خواوو ۱۲۰ کسان ووژل شول.

د هغه په خبره، دواړو کورنیو ته هیڅ هم نه دي ورپاتې، ځوانان یې ووژل شول، نوي رالوی شوي یې پټ ګرځي او ګونډې یې بې‌برخلیکه ژوند کوي.

هغه وویل، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره چې اوس د وسلې پر ګرځولو بندیز لګېدلی، د دغو کورنیو ترمنځ تازه کومه پېښه نه ده رامنځته شوې، خو له دې وړاندې یې هره ورځ پر یوه او بل بریدونه کول.

د دښمني د پیل دا کیسه دلته د سیمې د خلکو په خوله نور اړخونه او رنګونه هم لري.

د قاسان درې د ګدالي کلي اوسېدونکي بشیرخان وویل، د ارباب غیاث او مولا د کورنیو ترمنځ دغه اوږده دښمني د دوی د ځوانانو په له منځه تلو کمرنګه شوې خو ختمه شوې نه ده.

هغه زیاته کړه: «اصلي کیسه یې دا وه چې د ګدالي کلي یو هلک چې شیشه‌دار واکسټ یې پر تن و، د سیند پر غاړه ګرځېده، د واسکټ د شیشو وړانګې د نجلۍ په سترګو لګېدلې وې، نجلۍ دغه کار قصدي بللی و، د کورنۍ غړي یې خبر کړي وو، هغوی پر دغه هلک بدګومانه شوي وو، بالاخره د همدې دوو کورنیو ترمنځ لانجه جوړه شوه او دغه واسکټ‌والا هلک په‌کې ووژل شو چې وروسته بیا له یو بل څخه په غچ اخیستنه کې نور کسان ووژل شول او تر ننه یې همدا حال دی.»

د نوموړي په خبره، اوس یې دښمني لمسیانو ته ور پاتې ده او ترمنځ یې داسې هم راغلي چې په یوه ورځ دواړو خواوو ته ۲۹ کسان وژل شوي، له دې وروسته یې بیا پر یوه او بل بریدونه وکړل چې ۱۷ کسان په‌‌کې ووژل شول او حتا هغه نجلۍ هم په‌کې ووژل شوه، د چا پر سر چې دغه دښمني پیل شوې وه.

دغه راز، د ګدالي کلي یوه بل اوسېدونکي ارباب میرزا رحیم وویل، د دې اوږدې دښمنۍ ترخې کیسې لا هم د دوی په ذهنونو کې پاتې دي، خو تر اوسه هیڅوک نه دي توانېدلي ترمنځ یې سوله وکړي.

هغه زیاته کړه: «زه کوچنی ماشوم وم چې ارباب غیاث د مولا وراره ته د خپلې ورکړې خورځې له ودولو انکار وکړ، پر همدې دښمني پیل شوه او ترمنځ یې ډېر کسان مړه شول، که څه هم ځایي مشرانو یې ترمنځ د روغې جوړې هڅې وکړې، خو پرېکړې یې بې‌اغېزې وې، بیا یې ترمنځ نښتې وشوې او له دواړو کورنیو په تېرو درېیو لسیزو کې شاوخوا ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.»

نوموړی وايي، د دواړو کورنیو اوس څو تنکي ځوانان شته، ځیني یې له هېواده وتلي او ځیني یې ممکن اوس په هېواد کې وي او زیاتوي چې اوس یې ترمنځ د روغې جوړې امکانات هم ډېر شوي دي.

د هغه په خبره، د تېرو حکومتونو پر مهال یې څو څو ځلې د روغې جوړې هڅې وشوې، خو یوه لوري هم د جرګو پرېکړې ته احترام نه دی کړی او پر یوه او بل یې بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې د مولا د کورنۍ یو غړی چې نه‌ غواړي نوم یې په دغه راپور کې خپور شي وویل، په داسې حال کې چې دوی هغه وخت لا دې نړۍ ته راغلي هم نه وو، خو نیکونو یې ورته داسې دښمني پرېیښې چې د ژوند له خوند یې محروم کړي دي.

هغه زیاته کړه: «نیکونو مو د یوې نجلۍ د نکاح پر سر یوه داسې خونړۍ دښمنۍ راته پرېیښې چې زه ورباندې د بحث او خبرو کولو هیڅ علاقه نه لرم، څه چې شوي ښه نه دي شوي، موږ ځوان نسل یې د دوام شوق نه ‌لرو، دا تریخ حقیقت باید دوام ونه ‌کړي، موږ په همدې عقیده یو چې دا دښمني باید نوره ختمه شي او ختمول یې غواړو.»

سره له دې چې هغه په دې اړه نورې خبرې کول نه غوښتل خو په لنډ ډول یې وویل: «د کورنۍ هر غړی مو د ټولنې لوی لوی شخصیتونه وو، خو له لاسه مو ورکړل، هغه کار چې پوهېږو دوام یې بدمرغي ده، ولې دوام وکړي، شخصاً زه د یوه لوستي ځوان په توګه نه غواړم نور دوام وکړي، زما په اند مقابل لوری به هم په همدې عقیده وي چې نور مو باید ترمنځ څه پېښ نه شي.»

پژواک هڅه وکړه چې د ارباب غیاث د کورنۍ د غړو نظر هم واخلي، خو له‌ پرله‌پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې اړیکه ورسره ټینګه شي.

خو دغه ډول دښمنۍ ولې راپېښیږې او څنګه یې ژر د دوام مخه نیول کېدای شي؟

په بغلان کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد او د حقوقي مسایلو کارپوه شاه‌زمان زماني وویل، د کورنیو ترمنځ شخړې د بې‌سوادۍ، فقر، ناپوهۍ، تربګنۍ او د ناوړه سیمه‌ییزو دودونو له امله رامنځته کېږي.

هغه زیاته کړه، د دې ډول شخړو د هواري لپاره دوه لارې شتون لري چې یوه یې قانوني او بله یې اخلاقي مکلفیت دی.

نوموړي وویل، حکومت قانوني مکلفیت لري چې دې ډول شخړو ته رسېدنه وکړي او د قانون او شریعت په چوکاټ کې ورته حل لارې ولټوي او په خبره یې چې اخلاقي مکلفیت بیا د قومي مشرانو او دیني عالمانو دی چې د دښمنو کورنیو ترمنځ لومړی خبرو اترو ته لار هواره او بیا یې ترمنځ پېښې شوې ستونزې حل کړي.

خو اسلامي امارت چې په بیا ځل واکمنۍ سره یې د دې ډول دښمنیو حل ته زمینه برابره کړې او د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځکړیتوب یې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې زرګونه شخړې حل کړې، د بغلان د دې پېښې په اړه تر اوسه څه کړي دي؟

د بغلان د والي ویاند ملا عالم مجیدي وویل، د قاسان درې اوږدې دښمنۍ د حل په موخه ټاکل شوې کمېټه به په نږدې راتلونکي کې خپل کار پیل کړي.

هغه زیاته کړه: «په بغلان کې یو شمېر پخوانۍ دښمنۍ هوارې شوې دي، د ده‌صلاح ولسوالۍ د دې پخوانۍ دښمنۍ حل و فصل ته هم د قومي مشرانو او دیني عالمانو یوه ګډه کمېټه جوړه شوې، پخپله والي صاحب، مرستیال والي صاحب او نورو مسوولینو یې هم د روغې جوړې لپاره د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي.»

مجیدي وویل، په نږدې راتلونکې کې به دواړه کورنۍ روغې جوړې ته چمتو او ترمنځ به یې داسې پرېکړه وشي چې هیڅ لوری به بیا پر یوه او بل د برید هڅه نه ‌کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.