پلخمري (پژواک، ٧ غویی ١٤٠٤): بغلان کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ غرمه مهال د دوشي ولسوالۍ په «سنګسراخ» سیمه کې یو پاسو موټر چپه شوی چې په کې درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
برهاني زیاته کړه، ټپي شوی کس چې موټرچلوونکی دی او د مړه شوو کسانو جسدونه د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، د دوشي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ارش دوشيوال پر خپله فېسبوکپانه لیکلي چې د پېښې درې واړه قربانیان د بغلان پوهنتون محصلین دي چې پلخمري ته پر لاره ترافیکي پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې ده، تېره اونۍ په سالنګ کې هم د یوه باروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې ١٣ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP