د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست وایي: «موږ به د اسلامي نظام داسې ترجماني کوو چې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر په نوم دغه نظام بدنام نه شي او هڅه کوو چې د فرایضو اقامې او د محرماتو ازالې ته توجه وکړو او په سنتو او مستحباتو خلکو سره شدت ونه کړو.»
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست ویلي چې د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه به نور فرمانونه هم صادر کړي او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت له نړۍوالو سره د خپلواکۍ په رڼا کې د تعامل غوښتونکی دی.
د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر سرپرست وزير وايي، د دغه وزارت کړنې به هېڅکله د نړۍوال تعامل قرباني نه شي او نه به هم په دې برخه کې نړۍوالو فشارونو ته غاړه کېږدي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن