ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د زرکانو جنګولو په تور نیول شوي ٣٠ کسان بېرته خوشي شول

لوګر کې د زرکانو جنګولو په تور نیول شوي ٣٠ کسان بېرته خوشي شول

author avatar
11 Jun 2023 - 22:49
لوګر کې د زرکانو جنګولو په تور نیول شوي ٣٠ کسان بېرته خوشي شول
author avatar
11 Jun 2023 - 22:49

اټلانټا (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست له خوا د جوارګرۍ او زرکانو جنګولو په تور نیول شوي ٣٠ کسان بېرته خوشي شول.

د باختر اژانس خبر له مخې، د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رییس مولوي حجت‌الله صاحب‌زاده پاچا ویلي، نیول شوي کسان د لوګر، کابل، پنجشېر، کاپیسا، غزني، خوست، پکتیا او پکتیکا اوسېدونکي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغو کسانو د تېرې جمعې په ورځ د مرکز اړوند د پادخواب‌شانې کلي کې زرکان جنګول او د هغوی پر سر یې شرطونه اېښي وو چې د دوی د ادارې له خوا لاس په لاس ونیول شول.

پاچا وایي، نیول شوو کسانو ته د امر بالمعروف ریاست محتسبینو له خوا درې ورځې دیني درسونه او موعظې ورته واورول شوې او د اسلام مبارک دین له نظره په ټولنه کې د دغه ناخوښ او منع کړای شوي عمل زیانونه، ناوړې پایلې او پر ځوان نسل یې د منفي اغېزو ټولې خواوې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د لوګر د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر رییس له یادو کسانو وغوښتل چې له دي وروسته د نارواوو کړنو پر ځای د نظام ترڅنګ ودرېږي، دغه راز د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د یتیمانو او بېوزولو په لاسنیوي کې پوره برخه واخلي.

د لوګر د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست مسوولینو په خبره چې د دغه ناوړه کار د نه تکرار په شرط او له تعهد اخیستلو وروسته ټول نیول شوي کسان ازاد او خپلو کورنو ته ستانه شول.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.