منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · Kabul ۳:۴۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

امر بالمعروف

۱۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون په اړه د یوناما اندېښنه

یوناما د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د دوو مادو د ستاینې تر څنګ وایي، دغه قانون «د ښځو پر حقونو محدودیتونه» پراخوي، خو د امر بالمعروف وزارت سرپرست ویلي چې یاد قانون د قران، احادیثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوی دی.

غړي

امر بالمعروف: امنیتي کسان د محکمې له حکم پرته چا ته د سزا ورکولو حق نه لري

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نظامي ريیس په اروزګان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د محکمې له حکم پرته چا ته د سزا ورکولو حق نه لري.

غړي

د امر بالمعروف سرپرست وزیر: د هر چا نیوکه په ورین تندي منو

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست وایي: «موږ به د اسلامي نظام داسې ترجماني کوو چې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر په نوم دغه نظام بدنام نه شي او هڅه کوو چې د فرایضو اقامې او د محرماتو ازالې ته توجه وکړو او په سنتو او مستحباتو خلکو سره شدت ونه کړو.»

غړي

امر بالمعروف د سینګارتونونو د تړلو لاملونه په ډاګه کړل

د امر بالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر وزارت مسوولین په هېواد کې د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت منع کېدو لاملونه سینګارتونونو کې د اسراف موجودیت، د مصنوعي وېښتانو کارول او د ښځو د وريځو ایستل په ګوته کړل چې په وينا يې، دا ټول د شريعت له نظره جايز نه دي.

غړي

د امر بالمعروف ریاست: په عام محضر کې د یو چا بې‌عزته کول داسې دي لکه د یوه انسان وینه چې تویوې

د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست محتسبین خلکو ته د نوروز حرام‌والي په اړه پوهاوي او د دغې ادارې د پرسونل د چلند په تړاو د اوسېدونکو شکایتونو اورېدو په موخه د میمنې ښار واټونو ته راوتلي وو.

غړي

د امر بالمعروف وزیر: د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره نور فرمانونه هم صادروو

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست ویلي چې د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه به نور فرمانونه هم صادر کړي او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت له نړۍوالو سره د خپلواکۍ په رڼا کې د تعامل غوښتونکی دی.