ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مهاجر: په ټول هېواد کې د کوډګرو مخه نیسو

مهاجر: په ټول هېواد کې د کوډګرو مخه نیسو

author avatar
7 Aug 2023 - 19:46
مهاجر: په ټول هېواد کې د کوډګرو مخه نیسو
author avatar
7 Aug 2023 - 19:46

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وياند وايي، په ټول هېواد کې د کوډګرو مخه نيسي، هغوی نیول کېږي او محکمې ته يې معرفي کوي.

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکايتونو اورېدو وزارت ویاند عاکف مهاجر په هغې ويډيو کې چې د ملي راډيو تلويزيون په ټويټرپاڼه کې خپره شوې، ويلي چې تعويذ یا دم په شريعت کې کوم مشکل نه لري او له شرعي اړخه جواز لري، خو په هغه توګه څنګه چې شريعت جواز ورکړی، په هغه توګه بايد ترسره شي.

ده زياته کړې: «اوس ځينو خلکو دا د کاروبار یوه ذریعه ګرځولې او تجارت یوه لاره يې د ځان لپاره جوړه کړې وه، نور دننه په کې هر څه ترسره کېدل که هره ناروا وه، له هغه يې مخ نه اړاوه، د خلکو په کورونو کې مشکلات جوړول، بې اتفاقي رامنځ ته کول، اختلافات جوړول، د ښځې او مېړه تر مابینه د خلکو کاروبارونو د بندېدو سحرونه کول او یا د نامشروع اړیکو د جوړولو لپاره تعويذونه کول چې ځينو به خپل نمبرونه په سوشل مېډيا کې هم نشرول، بیا به يې ویل چې په ګرنټۍ سره په ذمه وارۍ سره په پنځه زره، په لس زره په شپېته زره او پنځوس زره روپۍ، دا د دوی خپل کاروبار روان وو، خو د خلکو په کورونو کې يې ډېر مشکلات رامنځته کړي وو حتی تر دې پورې چې د ښځې او خاوند ترمنځ د بېلتون ځایونه شته چې بېلتون رامنځ ته شوی وي، طلاق ته لاره جوړه شوې وي، ورور جګ شوی وي، خپله خور يې وژلې وي یا نور داسې څه رامنځ ته شول.»

د هغه په وینا، يواځې په کابل ښار کې نه، دوی په ټول هېواد کې خپلو ریاستونو ته ويلي چې د ټولو ساحرانو او کوډګرو مخه ونيسي، هيچاته اجازه ورنه کړي چې دغه ډول کړنې ترسره کړي او ټول هغه تعویذګر ونيسي چې هغوی سحر کوي، جادو کوي، ځکه دا په اسلام کې هیڅ ځای نه لري، سحر او جادو په اسلام کې نشته، نو څوک چې دا کوي، د هغوی مخه بايد ونیول شي او محکمې ته معرفي شي.

مهاجر زياتوي: «ان تردې پورې چې په شريعت کې د هغه د وژلو او قتل جواز راغلی دی، نو محکمې ته به معرفي کېږي چې محکمه به يې په وړاندې هر ډول فیصله کوي، خو مخه یې بايد په هره لاره چې وي، حتما ونیول شي.»

د ده په خبره، دوی ټولو ریاستونو ته خبر ورکړی او ټول ریاستونه متوجه دي ترڅو د کوډګرو، ساحرانو او جادوګرو مخه ونیول شي.

Views: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.