ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امر بالمعروف وزارت: یوناما له نظام سره همکارۍ ته د هېوادونو رابللو ژمنه وکړه

امر بالمعروف وزارت: یوناما له نظام سره همکارۍ ته د هېوادونو رابللو ژمنه وکړه

author avatar
12 May 2022 - 23:10
امر بالمعروف وزارت: یوناما له نظام سره همکارۍ ته د هېوادونو رابللو ژمنه وکړه
author avatar
12 May 2022 - 23:10

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډاډ ورکړی چې له اوسني نظام  سره همکارۍ ته به هېوادونه راوبلي.

دا څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر له خوا د غویي په ۲۲مه رسنیو ته استول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او  د یوناما عمومي مشرې ډیبورا لاینز او مل پلاوي سره په کابل کې ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو مشره فیونا فریزر او د یوناما د بشري او انکشافي چارو مشر جورج واروګیز هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلی، په دې ليدنه کې شیخ الحنفي په ډاګه کړه چې امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت د نظام او ټولنې د اصلاح او فساد د مخنیوي لپاره جوړ شوی او د شکایتونو اورېدو یوه څانګه هم لري چې د ظلم مخه نیسي او له مظلوم سره مرسته کوي.

یاد وزارت ویلي، د یوناما مشرې ډیبورا لاینز لومړۍ له دې لیدنې خوښي وښوده او ویې منله چې تاسو ملت ته یو فرصت ورکړی څو د دوی مشکلات حل شي او هیڅ چارواکی ونه شي کړای له چا سره ظلم وکړي.

خبرپاڼې د هغې له خولې لیکلي: "موږ ته په دې لیدنه کې واضح شول څو ستاسو د اهدافو او کړنو په اړه نړۍ ته هم وضاحت ورکړو او له نږدې په هر څه سره پوه شو، زه به په امنیت شورا کې هم په دې اړه په واضح ډول و وایم او له نظام سره همکارۍ ته به هیوادونه راوبولم."

د امر بالمعروف وزیر هغې ته په خطاب کې وویل، هڅه کوي چې د تطبیق په برخه کې تر ډېره د خلکو اذهانو تنویر کړي، خلکو ته توصیې وکړي څو یوه سالمه تولنه رامنځته شي.

د خبرپاڼې په حواله، د یوناما مشرې د حجاب په اړه د تازه فرمان اړوند هم خبره وکړه او ویې ویل: "زه پوهېږم ستاسو هدف له حجاب څخه د ښځو وقار ساتل دي خو که تاسو یې راته واضح کړئ څه ډول حجاب؟"

سرچینې ویلی، د هغې د پوښتنې په ځواب کې شیخ حنفي ورته وویل چې حجاب یواځې برقعه نه، بلکې دا تور رنګه حجاب او ستر پړونی (ټیکری) هم حجاب دی او د دې ترڅنګ که یوه ښځينه د ځان لپاره یو بل ډول حجاب جوړوي چې هغه پکې مستوره او مخ یې پټ وي، هم کافي دی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.