کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وایي چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پلي کول د افغانانو او افغاني کلتور غوښتنه ده او نړۍوال دې له «بېځايه» نیوکو ډډه وکړي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمدخالد الحنفي د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې نن سرپل ولایت ته تللی او په جوړه شوې غونډه کې یې ویلي چې امر بالمعروف او نهې عنالمنکر الهي احکام دي او ټول یې پر ترسره کولو مکلف دي.
هغه زیاته کړه چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت دنده لري څو ټول الهي احکام په بشپړه توګه پلي کړي او پر مسؤولینو، علماوو او قومي مشرانو یې غږ وکړ چې د معروفاتو اقامه او منکراتو مخنیوي کې برخه واخلي او دله محتسبینو سره همکاري وکړي.
هغه وویل د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پلي کول د افغانانو او افغاني اصیل کلتور غوښتنه ده نړۍوال دې له «بېځايه» نیوکو ډډه وکړي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست په خبره، دا قانون جامع او شرعي قانون دی، ټول مواد یې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې پر اساس راټول شوي دي.
حنفي زیاتوي چې هغه نظام اسلامي دی چې امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ترسره کړي او یادې کړنې ته ژمن پاتې شي.
هغه زیاته کړه چې ټول مسوولین مکلف دي څو د اسلامي امارت مشرتابه احکامو او فرامینو د پلي کولو ترڅنګ امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ترسره کړي، علماء بیا ملکف دي د ممبر او محراب له لارې یاده چاره کې برخه واخلي.
یاد وزارت سرپرست وایي، د ټولنې بری او سعادت د اسلامي احکامو پلي کولو او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کولو کې دی او د اسلامي نظام ملاټړ د ملت او د اسلامي شریعت پلي کول د مسؤولینو مکلفیت دی.
عدلیې وزارت د تېرې زمري میاشتې په ۳۱مه وویل، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون – چې څلور څپرکي او ۳۵ مادې لري – د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.
یاد وزارت وایي، دغه قانون د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی چې د تطبیق مرجع یې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت دی.
د یاد قانون په اړه بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو غبرګون ښودلی؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن