د ریاستالوزرا سياسي مرستيال وايي، که د نړۍوالې ټولنې د ټولګډونه حکومت جوړولو څخه مطلب دا وي چې د پخواني حکومت چارواکي دې په نظام کې برخه ولري، دا د افغانستان خلکو او اسلامي امارت ته د زغملو نه ده.
د ریاستالوزارء سیاسي مرستیال وايي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دلته د ژوند کولو حق لري، اسلامي امارت د مخکني دولت له چارواکو او عامو وګړو دا حق نه اخلي.
د ریاست الوزار سیاسي مرستیال، د افغانستان لپاره د قطر له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، کابل غواړي د قطر په منځګړیتوب له اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړي، تر څو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې نورې هم زیاتې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن