ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: اوسني نظام کې د افغانستان بېلابېل قومونه او خلک برخه لري

مولوي عبدالکبیر: اوسني نظام کې د افغانستان بېلابېل قومونه او خلک برخه لري

author avatar
31 Jan 2024 - 18:11
مولوي عبدالکبیر: اوسني نظام کې د افغانستان بېلابېل قومونه او خلک برخه لري
author avatar
31 Jan 2024 - 18:11

خوست‌ښار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزرا سياسي مرستيال وايي، که د نړۍوالې ټولنې د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو څخه مطلب دا وي چې د پخواني حکومت چارواکي دې په نظام کې برخه ولري، دا د افغانستان خلکو او اسلامي امارت ته د زغملو نه ده.

د ریاست‌الوزارا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن په خوست ولایت کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو یوې غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې اوسني نظام کې د افغانستان بېلابېل قومونه او خلک برخه لري.

مولوي کبیر زیاته کړه: «دا خو يو حر او ازاد ملک دی، دا قومونه حر او ازاد قومونه دي، دا د پرديو غلامان پر سر باندې نه شي منلی. دا څنګه کېدای شي چې ملت به حر وي، پاچاه به يې غلام وي، دا کوم عقل اجازه راکوي، ملت به يو مسلمان، حر او مجاهد وي او د حکومت په راس کې به يې د ناټو او امريکا غلام راځي او زموږ پر سر به پاچاهي کوي.»

د هغه په خبره، د هيڅ وخت لپاره هغو نظامونه پايښت نه دی کړی چې د پرديو په اوږو باندې دلته راغلي وي.

هغه وایي، هيچا ته اجازه نشته چې د دغه اسلامي نظام په خلاف حرکتونه وکړي او دغه راز دنيا دې د افغانستان له اسلامي امارته هيڅ تشويش نه لري.

هغه همدا راز وویل: «تاسې ټول ولسونه په دې اطمینان ولرئ چې اسلامي امارت داسې نه دی چې نظام يې راوستلی او اوس له دنيا سره قصداً جنجالونه جوړوي او تاسې به وايی چې ولې افغانان نه پرېږدی چې په ارامه وخت تېر کړي، نه، موږ غواړو چې افغانان نور د جګړو نه ستړي دي، موږه غواړو چې زموږ دا ملت د اسلامي نظام د سيوري لاندې ارام په سکون کې ژوند وکړي.»

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، نړۍوال دې نور افغانان پریږدي چې خپل ملک په ترقۍ روان کړي او اباد يې کړي.

هغه وویل: «اسلامي امارت د خپلې سالمې پاليسۍ په نتيجه کې د دنيا له مختلفو ملکونو سره حسنه روابط او حسن تعامل لري، تقريبا په ۱۷ هېوادونو کې زموږ سياسي نماينده‌ګۍ خلاصې دي، زموږ سفارتونه او قونسلګرۍ په دنيا کې عملاً کار کوي او د دنيا د مختلفو ملکونو سفارتونه په کابل کې خلاص دي.»

ورته مهال د امر بالمعروف سرپرست وزير مولوي محمدخالد حنفي دې غونډې ته وويل چې دوی هم له اسلامي نړۍ سره او هم له کفري نړۍ سره د اسلامي چوکاټ پر بنياد ښه تعامل غواړي.

نوموړي وويل: «موږ له نړۍ سره ښه تعامل غواړو، خو د خپلو عنعناتو مطابق، د خپل فرهنګ مطابق، داسې نه چې پوهنتون به زما او ستا وي، ليسه به زما او ستا د ملت په پيسو جوړه شوې وي، تعليم او تعلوم به دلته کوي او بيا کار به د پرديو لپاره کوي، ولس هغه نه غواړي.»

د امربالمعروف سرپرست وزير همدا ډول وويل چې ځينې مغرضې کړۍ مذهبي تعصبونو ته لمن وهي او داسې بې بنياده خبرونه خپروي چې ګني هزاره او تاجک ټبره نجونې او مېرمنې نيول کېږي، چې دا هيڅ حقيقت نه لري.

د امربالمعروف سرپرست وزير دغه راز يادې غونډې ته په خبرو کې له قومي مشرانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه، په ټولنه کې دې ټول هغه ناروا رواجونه ختم کړي چې د مېرمنو په برخه کې موجود دي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.