کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال څخه وغوښتل چې ملګري ملتونه باید په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې کښلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال مارکس پوتزل سره ولیدل.
سرچينې د مارکس پوتزل په حواله ويلي چې په افغانستان کې به د یوناما ماموریت او افغانانو ته د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام لري.
ده زياته کړې، یوناما د افغان حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د پله حیثیت لري او هڅه کوي چې د دواړو ترمنځ واټن له منځه یوسي.
د هغه په وینا، ملګري ملتونه د افغانانو دین او کلتور ته درناوی لري.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له بشري مرستو مننه وکړه، ويې ویل چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او ملګري ملتونه باید په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري.
د یادونې ده، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست حکومت د دې څوکۍ لپاره د قطر دفتر غړی سهیل شاهین ټاکلی دی، خو تر اوسه د افغانستان د استازیتوب څوکۍ سرپرست حکومت ته نه ده ورکړل شوې.
د مولوي عبدالکبیر په خبره، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو نقش ته د قدر په سترګه ګوري.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره نېک تعامل غواړي او یوناما دې ورسره په دې اړه همکاري وکړي.
نوموړي ويلي، په اوسني حکومت کې د هر قوم او هر ولایت خلک شته او لا هم هڅه کېږي چې د هر قوم او سیمې متخصص او هېواد ته ژمن کسان په حکومت کې ځای شي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت دیني او عصري زدهکړه د هر افغان حق بولي او د افغانانو د مذهب او فرهنګ په رڼا کې د ښځو زدهکړو او کار لپاره د مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو بوخت دی او په دې اړه د نړۍوالو بېغرضه مرستې هم غواړي.
هغه روښانه کړه، د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او په دې اړه بېبنسټه ادعاوې ردوي.
هغه وايي، د افغانستان اسلامي امارت نه د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او نه بل چاته د دغه کار اجازه ورکوي.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن