Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند ولې له ۱۶ میاشتو راهيسې د افغان سفیر د منلو په تړاو چوپتیا غوره کړې ده؟

author avatar
21 Dec 2020 - 09:17
author avatar
21 Dec 2020 - 09:17

کابل (پژواک، ۱ مرغومی۹۹): افغانستان له شاوخوا دوو نیمو کلونو راهيسې هند کې سفیر نه لري او په تېرو ۱۶ میاشتو کې یې په رسمي توګه دوه کسان د سفیر په توګه یاد هېواد ته معرفي کړي، خو هند یې تر اوسه د منلو په تړاو چوپتیا غوره کړې ده.

ترکیې، تاجکستان، هالنډ او کویټ هم په دې وروستیو کلونو کې له افغانستانه د سفیر په توګه ورمعرفي شوی، یو، یو تن په داسې حال کې نه دی منلى چې د چارو ځینې پوهان، استخباراتي وېره او د دیپلوماټیکو او نړیوالو معیارونو په پام کې نه نیول او سیاسي کورني اختلافونه په ټوله کې د هېوادونو له خوا د ورمعرفي شویو کسانو د نه منلو له لاملونو بولي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، شیدا محمد ابدالي په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه له شپږو کلونو کار کولو وروسته د ۱۳۹۷ کال په وږي میاشت کې له دندې استعفا وکړه.

د افغانستان حکومت د ۱۳۹۸ کال د زمري په پنځمه ولید تمیم په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي کړ، خو وروسته له هغه چې هند یې د سفیر په توګه د منلو په تړاو چوپتیا وښوده، د روان کال د وږي په ۱۳مه یې فرید ماموندزی دغه هېواد ته د سفیر په توګه ورمعرفي کړ.

د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچينه وایي چې له فرید ماموندزي څخه مخکې ټاکل شوې وه چې کاوون کاکړ هند هېواد ته د سفیر په توګه معرفي شي، خو «د هند حکومت» ورسره لیوالتیا نه وه ښودلې.

کاوون کاکړ پژواک ته تایید کړه چې ولسمشر ورسره په هند کې د سفیر په توګه د ټاکل کېدو خبره کړې وه خو له دوو اونیو وروسته يې خپله یادې دندې ته زړه ښه نه کړ.

یوه بله سرچينه وایي:«هند متاسفانه دیپلوماټیکو اړیکو ته احترام نه کوي، دوی هغه څوک غواړي چې دوی (هند) یې غواړي.»

سرچینه همدارنګه وایي، د یادو درېیو کسانو په نه منلو کې خپله بهرنیو چارو وزارت هم لاس لري او دغه وزارت غوښتل چې د وزارت د ادارې او سرچینو معین ډاکټر نصیر احمد اندېشه په هند کې د سفیر په توګه و ګوماري.

یاده سرچينه وایي، چې ورورسته له سیاسي مخالفتونو نصیر احمد اندېشه هم په هند کې سفیر و نه ټاکل شو او هغه اوس مهال په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان لپاره استازی ټاکل شوی دی.

سرچينه، د هند حکومت غواړي داسې یو کس هلته د افغانستان د سفیر په توګه و ګومارل شي چې د جمعیت اسلامي ګوند غړیتوب ولري.

سرچينه وایي چې له دغو درېيو کسانو سره ځکه د هند حکومت موافقه ونه کړه چې د جمعیت اسلامي ګوند غړيتوب نه لري.

فرید ماموندزی د کونړ ولایت اصلي اوسېدونکی دی او د ملي امنیت شورا او د سيمه ييزو ارګانونو د تخنیکي مرستیال په توګه یې کار کړی. ولید تمیم د کاپيسا ولایت  اصلي اوسېدونکی دی د مالیې وزارت د ګمرګونو معین او د نفتي توکو او ګازو د تصدۍ عمومي مشر په توګه کار کړی او کاوون کاکړ د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی دی، د ولسمشر د دفتر مرستیال او سلاکار او د عدلیې وزارت او د سلاکار په توګه یې دندې ترسره کړې دي.

د سیاسي چارو پوه ودیر صافى وایي، له دې چې هند پرله پسې یاد درې کسان د افغانستان د سفیرانو په توګه نه دي منلي، ښکاري چې د پردې ترشا کوم څه شته.

هغه وویل:« احتمال شته چې د [د جمعیت اسلامي ګوند غړی او د ملي مصالحې شورا اوسنی رییس] ډاکټر عبدالله کور هند کې دی او یو وخت [د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست] صلاح الدین رباني د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر و، دوی هند سفارت ته ویلي وي، ترڅو چې زموږ موافقه نه وي (اګریمان) مه ورکوئ.»

هغه وویل، چې دغه ستونزه باید د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ژر تر ژره له هند حکومت سره حل کړي.

دغه موضوع مو د ملي مصالحې عالي شورا له ویاند فریدون خوځون سره شریکه کړه، خو هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل:« نه، اګریمان خو د هند حکومت ورکوي.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال منصور خالق یار بیا په دې اړه له جزییاتو ورکولو پرته وایي چې تر اوسه هم وخت شته او تمه ده چې د فرید ماموندزي اګریمان راشي او دغه ستونزه حل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم وایي چې د سفیر په توګه د وليد تمیم د منلو او نه منلو په اړه هند چوپتیا ښودلې، خو تمه ده چې د فرید ماموندزي اګریمان ژر راشي.

اګریمان هغه سند ده چې د نوي سفیر د منلو په اړه د یوه هېواد بهرنیو چارو وزارت لخوا بل بهرني هېواد ته صادریږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچينه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي:«په دې وروستیو دوو کلونو کې هېوادونه ډېر حساس شوي، د وزارت ديپلوماټ چى نه وي، اعتمادنامه (اګریمان) نه ورکوي.»

سرچینه وایي، روان کال کې فاروق وردګ ترکیه کې، ناهید ایثار ایټالیا کې، په ۱۳۹۷ کال کې شاه ګل رضایي تاجکستان کې، په ۱۳۹۴ کال کې نورالحق علومي هالنډ کې او په ۱۳۹۴ کال کې محمد قاسم حلیمي په کویټ کې د افغانستان د سفیرانو په توګه معرفي شول، خو یادو هېوادونو ونه منل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، نه غواړي چې د سفیرانو په توګه د یادو څلورو کسانو د معرفي کېدو په اړه څرګندونې وکړي.

خو اوس په ترکیه کې امیر محمد رامین، په تاجکستان کې محمدظاهر اغبر، په هالنډ کې محمداصف رحیمي او سیدجاوېد هاشمي په کویټ کې د افغانستان د سفیرانو په توګه کار کوي او له دې ښکاري چې فاروق وردګ، شاه ګل رضایي، نورالحق علومي او محمد قاسم حلیمي د افغانستان د سفیرانو په توګه نه دي منل شوي.

فاروق وردګ د میدان وردګو اصلي اوسېدونکی دی او د پوهنې د وزیر او په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه یې کار کړی؛ شاه ګل رضایي د غزني اصلي اوسېدونکې ده او په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې ده او نورالحق علومي چې د کندهار اصلي اوسېدونکی دی اوس مهال په ښه حکومتوالۍ کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه دنده تر سره کوي او محمد قاسم حلیمي چې د لوګر اصلي اوسېدونکی ده، دا مهال د حج او اوقافو وزارت د وزیر په توګه کار کوي.

د نړیوالو چارو پوه مشتاق رحیم د هېوادونو له خوا د سفیرانو د منلو په اړه وایي:« معمولا هېوادونه غواړي له هغو کسانو سره کار وکړي چې د کار کولو په برخه کې ورسره ارامه وي او ستونزې ورسره ونه لري، چین او یو شمېر نور هېوادونه د سفیرانو په اړه استخباراتي وېرې هم لري، کله نا کله دا لامل هم کېدای شي.»

رحیم وویل، چې حکومت باید ژر تر ژره هند ته سفیر معرفي کړي، ترڅو د دواړو هېوادنو ترمنځ اړیکې نورې هم ټینګې شي؛ ځکه چې په هېوادونو کې د اړیکو لپاره د سفیر شتون زیاته اړینه موضوع ده، په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې افغانستان ورسره ډېرې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاده شهلا فرید وایي، هېوادونه هغه مهال ورمعرفي شوي سفیران ردوي چې د سفیر په توګه د هغوی په کار کولو کې خپلې دیپلوماټیکې ګټې په تاوان کې وویني.

هغه وایي، په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت هېوادونو ته د سفیرانو په معرفي کولو کې دیپلوماټیکو او نړیوالو معیارونو ته پام نه کوي او سفیران هم د یوه سیاسي جوړښت له مخې معرفي کوي.

Visits: 9

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

PAJHWOK MOBILE APP

Download our mobile application to get the latest updates on your mobile phone. Read more