غزنيښار (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني د پوهنې رييس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل چې نن د جاپان هېواد په مالي مرسته او د ماپو موسسې په تخنیکي همکارۍ په خوږياڼو ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وویل، دغه ښوونځی د یادې ولسوالۍ په خواجهخیلو سیمه کې پر پنځه جریبه ځمکه جوړېږي چې شپږ درسې خونې، یوه اداري خونه، تشنابونه او د لمریزې برېښنا سیستم به ولري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یاد ښوونځي پر جوړېدو ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د روان کال په اوږدو کې بشپړې شي.
د حسیني په وینا، د همدې کال په اوږدو کې به لس نور ښوونځي هم په دغه ولایت کې جوړ شي.
په ورته وخت کې، د خوږياڼو ولسوالۍ د خواجهخېلو سیمې اوسېدونکي هم د یاد ښوونځي ودانۍ جوړېدو ته خوښ دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي حاجي باتور پژواک ته وویل چې دغه ښوونځی ودانۍ نه لري او زدهکوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: مونږ اوس ډېر خوشحاله یو چې یاد ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي، شاګردان په ډېرو مشکلاتو کې وو.
نوموړي د پوهنې له ریاسته غوښتنه وکړه چې د دغه ښوونځي د مسلکي استادانو، کتابونو کمښت او نورو اړینو مسایلو د حل لپاره هم اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې غزني کې اوس هم ۲۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ګڼو ستونزو سره په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن