مهترلام (پژواک ٣ لړم٩٠): د لغمان يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د ولايتي شورا له فعاليت څخه خوښ او د دوى فعاليتونه د قناعت وړ بولي؛ خو ځينې نور بيا پر دغې شورا نيوکې کوي.
ولايتي شورا، چې د پرمختيايي پروژو څارنه او ادارو ته مشورې ورکول يې اصلي دندې ګڼل کېږي، د خلکو په وينا، د لغمان شورا دغه دندې په ښه توګه ترسره کړې دي.
د لغمان د الينګار ولسوالۍ د سنګره سيمې اوسېدونکي محمد همايون د لړم په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى پر ولايتي شورا کومه نيوکه نه لري.
هغه زياته کړه: ((د شورا غړو تر خپلې وسې پورې په خپل وخت سره د هر لغماني ستونزو ته د حل لار موندلې او په خپل کار کې يې غفلت نه دی کړی.))
نوموړي د بېلګې په توګه زياته کړه، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان بانک او لغمان صرافانو ترمنځ د ماليې د ورکړې پر سر شخړه راپورته شوې وه، چې د شورا په منځګړتوب هواره شوه.
قومي سپين ږيری حاجي محمد علي وايي، چې که څه هم دغه شورا پوره واک نه لري او نه شي کولى چې پر دولتي مامورينو د اړتيا پر مهال فشار راوړي؛ خو زياتوي چې د خپلو مسووليتونو او واکنو په رڼا کې يې غفلت نه دى کړى.
خو ځينې نور بيا د دغې شورا د غړو د ټاکنيزو سياليو ژمنو ته په اشارې، پر ولايتي شورا نيوکې کوي.
د عبدالودود په نوم يو هټيوال وايي، چې د شورا غړو د کمپاين پر مهال ژمنې کولې چې سړکونه، ښوونځي او پلونه به جوړ کړي؛ خو دا کار يې ونه کړ.
هغه زياتوي: ((د هغه څه ژمنه بايد وشي چې د ترسره کولو توان يې ولري؛ تشې وعدې د خلکو باور کموي.))
همدارنګه د حاجي محمد رحيم صافي په نوم يو تن بيا تور لګوي، چې د دغې شورا ځينې غړي يواځې خپلې ګټې پالي.
د هغه په وينا، د دغې شورا هر غړي له ښاروالۍ څخه ځمکې اخيستې دي.
نوموړي زياته کړه: ((وکيلان د کمپاين مصارف په ځمکو پوره کوي.))
خو د لغمان د ولايتي شورا مرستيال ګلزار سنګروال، بيا وايي چې دوى له ښاروالۍ څخه ځمکه له خپل واک څخه په استفادې نه ده ترلاسه کړې.
د نوموړي په وينا، ښاروالي د نورو ادارو غړو ته هم نومرې ورکړې او دوى ته يې هم.
سنګروال، همدارنګه د دغې شورا د کړنو په اړه وويل، چې دوى هغه څه کولى شي چې واک يې لري.
هغه زياته کړه: ((موږ د هر لغماني چې شورا ته يې مراجعه کړې، ستونزې ته حل لاره لټولې او خپل وس منډه مو ورسره وهلې ده.))
سنګروال د دغې شورا د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه، په دولت شاه ولسوالۍ کې د دوو قومونو شخړو ته د حل لارې موندنې ته اشاره وکړه.
د نوموړي په وينا، دغه شخړه سږ کال دوبى د يوه غره د ملکيت پر سر د دوو قومونو ترمنځ راپورته شوې وه او که شورا منځګړتوب نه وى کړى، نو شايد د مرګ ژوبلې لامل شوې وى.
د لغمان ولايتي شورا نهه غړي لري، چې شپږ يې نارينه او پاتې درې نور يې ښځينه دي.