ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې وسله وال طالبان ډېر شوي

په لوګر کې وسله وال طالبان ډېر شوي

author avatar
5 Nov 2011 - 15:14
په لوګر کې وسله وال طالبان ډېر شوي
author avatar
5 Nov 2011 - 15:14

پل علم (پژواک ١٤ لړم ٩٠): د لوګر خلک او ځينې چارواکي د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو شتون په اندېښنه کې کړي او په دې اړه د حکومت د جدي اقدام غوښتونکي دي.

د لوګر د مرکز پل علم ښار د مهاجر کلي يوه مخور پژوک ته وويل: ” ويلاى شم، چې وسله وال طالبان د لوګر ولايت په ٨٠ سلنه برخه کې پراخ شتون لري.”

د ده په وينا، په تېرو اوو مياشتو کې تر بل هر وخت زيات د لوګر امنيتي وضعيت خراب شوى او د دولت مخالفينو خپل شتون په سيمه کې ډېر کړى او فعاليتونه يې هم ډېر شوي دي.

سرچينې وويل، چې وسله وال طالبان د پخوا په پرتله په ازاده توګه په موټرسايکلونو په ولسوالۍ کې د خلکو په منځ کې ګرځې راګرځي او د هر هغه کار مخنيوى کوي، چې د دوى له پاليسۍ څخه مخالف وي.

د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالباري هم ومنله، چې طالبان د ولسوالۍ په ډېرى سيمو کې شتون لري او کله چې د بهرنيو ځواکونو ګزمه له سيمې تېرېږي، پرې بريدونه کوي.

دغه کس وويل: ((پوليس د خلکو د ستونزو د حل لپاره په يواځې سر نه شي کولاى دغو سيمو ته راشي، مګر هغه وخت چې په ګډه ګزمه کې راشي.))

سرچينې زياته کړه، چې دولت يواځې د ولسوالۍ د ودانۍ په ساحه کې حکومت کوي، په نورو سيمو کې د اوسېدو توان نه لري.

د خروار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي گلاب الدین هم پژواک ته وويل: ((طالبان کله نا کله د خلکو ستونزې هم هواروي.))

٤٠ کلن عابد، چې په پل علم ښار کې اوسېږي، وايي، چې نه يواځې د لويو لارو په اوږدو کې، بلکې په نورو سيمو کې هم طالبان شتون لري.

ده زياته کړه، چې د طالبانو کمينونه اوغلچکي بريدونه هم په دې وروستيو کې زيات شوي دي.

د لوګر ولايت چارواکي د دغه ولايت په سيمو کې د وسله والو طالبانو دېروالى تاييدوي او وايي، چې په دې لاره کې امنيتي پروګرامونه په پام کې لري.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکترعبدالولي وکیل پژواک ته وويل، چې وسله وال مخالفين د روان کال له پيل څخه په دې بريالي شول، چې په لرو پرتو سيمو کې خپل حضور پياوړى کړي.

هغه څرګنده کړه، چې د پل علم په ګډون د لوګر په اوو ولسواليو کې د طالبانو چريکي بريدونه ډېر شوي، خو نوموړي د ولسواليو نومونه وانه خيستل.

هغه وويل، چې په دغو ولسواليو کې د مخالفينو د ګڼ شتون له امله د بيارغونې پروژې له ستونزو سره مخ دي.

هغه ټينګار وکړ، چې له همدې امله د ولايتي شورا غړي د خلکو د ستونزو د هوارۍ په موخه لرې پرتو ولسواليو ته نه شي تلاى.

خو په دې سربېره د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش ټينګار وکړ، چې په امنيتي برخه کې د روان کال په ترڅ کې ستونزې شته دي.

د ده په وينا، وسله وال طالبان د خروار، بره کى برک، ازرې، څرخ، پل علم او د محمد اغې ولسواليو په ځينو سيمو کې فعاليت لري.

 

دروېش زياته کړه، چې لوګر د کابل دروازه ده، نو په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت خرابوالى، پر پلازمېنه کابل غټ اغېز غورځوي او له همدې امله طالبانو خپل بريدونه په لوګر کې زيات کړي دي.

نوموړي د دغو نا امنيو د ډېرېدو لامل د ګاونډ نا امن ولايتونه، ميدان وردگ، غزني، پکتيا او له پاکستان هېواد سره د لوګر ګډه پوله وباله او ويې ويل، چې وسله وال مخالفين له دغو لارو لوګر ته راځي.

د لوګرد امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال محمدجان عابد هم د دې وروستيو څرګندونو په تاييد سره وويل، چې وسله وال طالبان په روان کال کې د خروار، بره کي او څرخ ولسواليو په سيمو کې خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.

هغه زياته کړه، چې وسله وال طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري او ډېرۍ بريدونه يې په چريکي بڼه پر امنيتي ځواکونو ترسره کېږي.

سرچينې په دغه ولايت کې د امنيتي پلانونو د پيلېدو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې ١٣ امنيتي پوستې يې د کابل-گردېز پرلويه لار جوړې کړې دي.

نوموړي په ياد ولايت کې د طالبانو د٨٠ سلنې د کنټرول او شتون خبره رد کړه، خو زياته يې کړه، چې هغوى يواځې په ځينو سيمو کې کمينونه نيسي، ښکاره نه شي ګرځېداى او د مخامخ جګړې توان هم نه لري.

عابد په داسې حال کې، چې په لوګر کې يې امنيتي وضعيت د ښه والي په لور وباله، څرګنده کړه، چې د پوليسو شمېر کم دى او د امنيتي ځواکونو د زياتولي غوښتنه لري.

خو وسله وال طالبان وايي، چې لوګر له ستراتيژيک موقعيت څخه برخمن دى او په همدغه دليل دوى په دغه ولايت کې خپل شتون زيات کړى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې سږ کال د دوى د فعاليت ساحه په لوګر کې پراخه شوې ده.

هغه زياته کړه: «لوګر زموږ لپاره مهم دى اوهغه ته ځانګړې پاملرنه لرو.»

مجاهد زياته کړه، چې دوى د پخوا په پرتله ډېرې سيمې په خپل کنټرول کې راوستې دي او دا د دوى يوه بريا ده.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.