غزني ښار (پژواک ١٩ لړم ٩٠): وسله والو طالبانو د غزني په ځينو ولسواليو کې د شپې پاڼو او اعلاميو له لارې، هغو کسانو ته د مرګ ګواښ کړى چې په دوديزه لويه جرګه کې ګډون کوي.
خو د دې ولايت سيمه ييز چارواکي وايى، چې دغسې کارونه تبليغاتي بڼه لري او په جرګه به کومه اغېزه ونه لري.
ټاکل شوې ده، چې دوديزه لويه جرګه د روانې لمريزې مياشتې په ٢٥مه، د ټول هېواد د څه باندې دوو زرو تنو په ګډون، چې ٢٥سلنه به يې ښځې وي، جوړه او څلور ورځې به دوام ومومي.
په دې جرګه کې، چې د کابل پولي تخنيک ته نږدې د لويې جرګې په خېمه کې جوړېږي، د امريکا او افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو او په هېواد کې د سولې د ميکانېزم په اړه خبرې اترې ترسره کېږي.
د غزني د ولايتي شورا منشي عبدالولي خانزاده وايي، چې تر دې مهاله يې دغه شپې پاڼې او اعلاميې نه دي ليدلې؛ خو خلکو ورته ويلي، چې دغه ليکلې اعلاميې او شپې پاڼې د ګيلان، مقر، اب بند، قره باغ، اندړو او ده يک ولسواليو د ځينو کليو په جوماتو کې ځړول شوې دي.
نوموړى، چې د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکى او د دوديزې لويې جرګې په ګډونوالو کې شامل دى، زياتوي، چې په دغو اعلاميو کې د لويي جرګې ګډونوالو ته د مرګ ګواښ شوى دى.
خو خانزاده وويل، چې دغسې کارونه تبليغاتي بڼه لري او په جرګه به کومه اغېزه ونه لري.
د ده په وينا، له غزني څخه په دغې جرګه کې ٢٧ تنه ګډون کوي؛ له دې منځه به له اتلسو ولسواليو يو يو تن استازى، دوه تنه له مرکز او اووه تنه د ولايتي شورا وکيلان ګډون وکړي.
د قره باغ په ولسوالۍ کې د دې اعلاميې يوه کاپي د پژواک خبريال ته په لاس ورغلې، چې په کې په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو شتون غندل شوى او دغه کار تلپاتى اشغال بلل شوى دى.
په اعلاميه کې ادعا شوې، چې د راتلونکې دوديزې لويي جرګې ګډونوال د ولس استازي نه، بلکې د حکومت د خوښې او راز خلک بلل شوي دي.
په دغې اعلاميې کې له قومي مشرانو او مخورو کسانو څخه داسې غوښتنه شوې ده: “په دې جرګه کې ګډون ونه کړئ او د دښمن په لومه کې راګير نه شئ.”
په دې اعلاميه کې د ګواښ په ډول له ګډونوالو غوښتنه شوې، چې په ګډون سره به يې ژوند په خطر کې ولوېږي او طالبان به د دوى د پيدا کولو لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي.
په اعلاميه کې د جرګې ګډونوالو ته ويل شوي دي: “په ګډون سره به مو نومونه د تاريخ په توره پاڼه کې وليکل شي او وروسته به د ټولې راتلونکې مسووليت هم ستاسو تر غاړه وي.”
دغه اعلاميه په پاى کې کاږي، چې له طالبانو سره د خپلې ورورولۍ ثبوت وړاندې کړي او په جرګه کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
اعلاميې په ځينو ولسواليو کې په رڼا ورځ، کلي په کلي د وسلوالو له لوري وېشل شوي دي.
د قره باغ يوه اوسېدونکى عبدالمتين وايي، چې تر اختر دوه ورځې مخکې مازيګر کلي ته دوه وسله وال موټر سايکل سپاره ورغلل او دغه پاڼه يې د جومات د محراب ترڅنګ وځړوله.
د ده په وينا، په ټول قره باغ کې دغه کسان کلي په کلي وګرځېدل او دغه اعلاميې يې هم خلکو ته ووېشلې او هم يې په جوماتونو کې وځړولې.
د غزني امنيتي چارواکي، که څه هم دا نه مني چې دا ډول اعلاميې دې خپرې شوې وي وي؛ خو د قره باغ ولسوال انجنير زيت الله عظيمي وايي، چې په رسمي ډول يې د دې اعلاميو کومه پاڼه نه ده ليدلې؛ خو دا خبر ورته رسېدلى، چې په قره باغ کې وسله والو چاپي پاڼې وېشلې دي.
د ده په خبره، طالبان له بېلابېلو لارو تبليغات کوي، چې د جرګې ګډونوال تر رواني فشار لاندې ونيسي او د خلکو ترمنځ وېره خپره کړي؛ خو دغسې هڅې به دوى ته کومه ګټه ونه لري.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن