اسلام اباد (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د پاکستان د قبايلي سيمې په اورکزو ايجنسۍ کې د پوځ او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته کې ٢٨وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شهيدخان په نوم په اورکزو ايجنسۍ کې يوه ځايي خبريال د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښتې د کاګو کمر، زختان، خديزۍ، علي خېل او شاډلو تنګ په سيمو کې رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه، چې نښتې پرون ماښام ناوخته پيل شوې او تر نن غرمې پورې يې روانې وې.
د شهيد په وينا، ځايي امنيتي چارواکو ويلي، چې په دغو نښتو کې ١٦ تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي او د وسلوالو مخالفينو شپږ مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
د خيال اصغر په نامه يوه ځايي دولتي چارواکي پژواک ته وويل، چې د پوځ چورلکو په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو پر مرکزونو هوايي بريدونه هم کړي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغو عملياتو له امله سلګونه کورنۍ له سيمې کډې کولو ته اړې شوې دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن