چاريکار، اسعداباد (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): په کابل او کونړ ولايتونو کې د دوو چاودنو له امله د يوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون شپږ تنه ټپيان شول.
يوه چاودنه نن (د لړم ٢٤مه) له غرمې مخکې ١١:١٥ د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوه.
د قره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالمبين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه په يوه سرف موټر کې رامنځ ته شوه، چې د دې ولسوالۍ له دينارخېل کلي نه د کابل په لور روان و.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې قوماندان شاملي له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره ټپي شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ماين له مخکې نه په موټر کې ځاى پر ځاى شوى و او د ولسوالۍ په مرکز کې والوځول شو.
د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنيف صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قوماندان شاملي په يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ کې دنده درلوده.
د هغه په وينا، د هغوى لومړني معلومات ښيي، چې دغه کار د شخصي دښمنيو له امله ترسره شوى؛ خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
يوه عيني شاهد سيف الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل: “په دوکان کې ناست وم، چې د يوې چاودنې غږ واورېدل شو.”
سرچينې په ډاګه کړه، چې چاودنه په يوه موټر کې رامنځ ته شوه او امنيتي ځواکونو له دې موټر نه څلور ټپيان ولېږدول.
د کورنيو چارو وزارت هم پژواک ته د يوې خبرپاڼې له لارې د پېښې پخلى کړى؛ خو ويلي يې دي، چې په دې چاودنه کې پنځه ملکي کسان ټپيان شوي، چې د ملي پوليسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يوه بل خبر له مخې، د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د سړک جوړونې دوه کارکوونکي ټپيان شول.
مل پاسوال عوض محمد نذيري نن (د لړم ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې هغه مهال په ګوريګا سيمه کې رامنځ ته شوه، چې د سړک جوړونې کارکوونکي په کار بوخت وو.
د کونړ ولايت د مرکز اسعد اباد د مرکزي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دانګام ولسوالۍ نه دوه ټپيان دې روغتون ته راوړل شوي، چې روغتيايي وضعيت يې ښه دى.
د يوه بل خبر له مخې، د نيمروز ولايت د ملي امنيت ځواکونو د دې ولايت په چاربرجک ولسوالۍ د مهماتو يوه زېرمه کشف کړې ده.
د نيمروز د ملي امنيت رياست يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې د دې ادارې موظفينو تېره شپه د راکټ ٤٨ مرمۍ، د توپ ٣٢ مرمۍ، د راکټ او هاوان ١٥٠ سروکي، دوه ماينونه او ٤٠ بستې چاودېدونکي توکي په چهاربرجک ولسوالۍ کې له يوې زېرمې کشف او ترلاسه کړي دي.
سرچينې زياته کړې ده، چې د دې مهماتو په تړاو تراوسه څوک نيول شوي نه دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن