ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوديزه لويه جرګه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک پر موافقې پاى ته ورسېده

دوديزه لويه جرګه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک پر موافقې پاى ته ورسېده

author avatar
19 Nov 2011 - 17:45
دوديزه لويه جرګه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک پر موافقې پاى ته ورسېده
author avatar
19 Nov 2011 - 17:45

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٠): دوديزې لويې جرګې د ٧٦ ماده ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره له امريکا متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو او په افغانستان د هغه هېواد له پوځي اډو سره موافقه وکړه.

په پرېکړه ليک کې د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيک تړون، يوه اړتيا او د امنيت په ټينګښت او د هېواد د اقتصادي حالات د ښه والي لپاره مهم ګڼل شوى دى.

د پرېکړه ليک په لومړۍ مادې کې راغلي دي، چې امريکا بايد د اسلام مبين دين مقدسات او د افغانستان د خلکو فرهنګ او عنعناتو ته درناوى وکړي.

په دويمه او درېيمه مادو کې راغلي دي، چې د افغانستان خپلواکي او ملي حاکميت ته درناوى وشي او امريکا بايد د افغانستان قوانينو ته درناوى او رعايت يې وکړي.

په شپږمه او اوومه مادو کې راغلي دي، چې د شپې عمليات او د کورونو تلاشي بايد د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شي.

دغه مواد د امريکا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون لپاره د افغانستان د شرطونو په توګه وړاندې شوي دي.

د پرېکړه ليک په نورو مهمو ټکو کې راغلي دي، چې د افغانستان حکومت سره موازي بنسټونه له منځه يوړل شي، ستراتيژيک تړون بايد لنډ مهاله؛ يعنې د لسو کلونو لپاره او د تمديد وړ واوسي.

په پرېکړه ليک راغلي دي، چې امريکايي وګړي چې په افغانستان په جرمونو مرتکب کېږي، بايد په خپله افغانستان او د افغانستان د قوانينو له مخې محاکمه شي.

دوديزې لويې جرګې غوښتي دي، ترڅو د امريکا پوځي تاسيسات د افغانستان تر بيرغ لاندې واوسي او هغه کسان چې هلته ژوند کوي، د افغانستان اساسي قانون ته درناوى وکړي.

په پرېکړه ليک راغلي دي، چې د افغانستان د پولو د ساتنې زمينه برابره شي او پوځي اډې دې د استوګنې له سيمې او کانونو څخه لرې او د افغانستان په پولو کې موقعيت ولري. که چېرې کوم هېواد پر افغانستان بريد وکړي، امريکا دې د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او له افغانستان څخه دفاع وکړي.

په پرېکړه ليک کې په هېواد کې د سولې د پروسي او د استاد رباني د وژنې په اړه ټينګار شوى دى، چې افغانستان بايد د سولې د عالي شورا د رييس استاد رباني د وژنې په اړه د حقيقت موندنې يو پلاوى پاکستان ته واستوي، هغه هېواد بايد په دې اړه همکاري وکړي. پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپل پاليسي بدله کړي او د سولې د پروسې لپاره رښتينې همکاري وکړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي دي، چې د ترهګرۍ اصلي سرچينې بايد تثبيت او ورسره مبارزه شي او امريکا له خپلو پوځي تاسيساتو څخه د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د تمويل لپاره کار وانخلي. همدارنګه امريکا بايد په پټه له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې ونه کړي.

په پرېکړه ليک کې ټينګار شوى دى، چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره بايد د خبرو اترو بهير ونه درول شي او بايد دوام پيدا کړي. بايد له هغو کسانو سره چې افغاني هويت لري او مشخص ادرس لري، خبرې اترې وشي.

دوديزې جرګې وغوښتل، ترڅو د ياد شوي تړون په لاسليک سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پخواني لاسليک شوي تړونونه بايد لغوه شي او د سياسي نظام په بدلون سره بايد په ستراتيژيک تړون کې بدلون رانه شي.

په پرېکړه ليک غوښتل شوي، ترڅو د همکاريو انفاذ بايد د سند له لاسليک وروسته پيل شي او ملي شورا دغه تړون تصويب کړي او تړون د ملګرو ملتونو په سازمان کې درج شي.

لويې جرګې له حکومت څخه وغوښتل، ترڅو دغه ستراتژيک تړون د متخصصينو له خوا تحليل او تجزيه شي او دواړه غاړې د تړون د فسخه کېدو واک ولري.

د يادونې وړ ده چې د پرېکړه ليک له لوستلو وروسته، د هېواد ولسمشر حامد کرزي وينا وکړه او له پرېکړه ليک څخه هرکلى وکړ او هغه يې د هېواد په ګټه وباله.

 د پریکړه لیک پشبړ متن دلته ولولﺉ 

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.