ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٠ نور نيول شوي

د دولت ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٠ نور نيول شوي

author avatar
20 Nov 2011 - 14:28
د دولت ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٠ نور نيول شوي
author avatar
20 Nov 2011 - 14:28

کابل (پژواک ٢٩ لړم ٩٠): په ځينو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو په يو لړ عملياتو کې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٠ نور نيول شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د لړم ٢٩مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي پوليسو د ٢٠ عملياتو په پايله کې د ملي اردو او ايساف ځواکونو په همکارۍ وژل شوي او نيول شوي دي.

سرچينه وايي، چې دغه عمليات په کابل، ننګرهار، فارياب، کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، ميدان وردګ، غزني، خوست او پکتيا ولايتونو کې ترسره شوي او يو بل وسله وال مخالف ټپي شوى دى.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې، چې په هغو کې ١٤ ميله کلاشينکوفونه، دوه تومانچې، درې ميله ډول ډول وسلې، يو ار پي جي راکټ، ١٣ کړۍ ماينونه، د سپکې وسلې شپږ زره مرمۍ او دوه مخابرې شاملې دي.

د سرچينې په وينا، د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ د وسايطو ضد ١٢ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي او د ٧٢ ملي متري توپ دوه مرمي، دوه سکر توغندي او د بي ايم يو دوه مرمۍ يې ترلاسه کړې دي.

دغه مهمات د مخالفينو له خوا د ورانکاره کړنو په موخه په کابل، نيمروز، زابل او ميدان وردګو ولايتونو کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل د ١٠١ اسمايي زون ملي پوليسو تېره ورځ د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جنايي جرمونو، په ځانګړي ډول، د وژنو او دولتي ځمکو د غصب په تور شپږ تنه نيولي دي.

د يادونې ده، چې د کورنيو چارو وزارت درې ورځې مخکې هم په کابل، کونړ، ننګرهار، کاپيسا، کندوز او کندهار ولايتونو کې د عملياتو په پايله کې د دولت د ٢٧ وسله والو مخالفينو د وژلو او شپږو نورو د نيولو خبر ورکړى وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.