جلال اباد (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د ننګرهار چارواکي وايي، چې له ٢٠ ورځو راهيسې يې د دغه ولايت په ٦ ولسواليو کې ١٤٠ تنه د کوکنارو کرلو پر مهال نيولي دي.
د دغه ولايت د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي ادارې په مرکز او ٢٢ ولسواليو کې د دغه بوټي د مخنيوي په موخه ١٧٠ لويې او وړې غونډې جوړې کړې، خو سره له دې هم يو شمېر کروندګرو د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې د شېرزادو، اچين، لعلپورې، خوګياڼو، پچيراګام او سپين غر په ولسواليو کې يې تر اوسه د کوکنار کرلو پر مهال ١٤٠ تنه بزګران نيولي دي.
د نوموړي په وينا، ولايتي اداره غوڅ دريځ لري، چې يو بوټى کوکنار به هم نه پرېږدي.
د والي وياند وويل، چې سږ کال به د تېر کال په څېر د قومي مشرانو په سپارښتنه، هغه نيول شوي بزګران خوشې نه کړي، چې د کوکنار کرلو پر مهال نيول شوي دي.
د اچين ولسوال حسن خان پژواک ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ او سپين غر د عبدالخېلو، پېښې، کوشتل، باندر او شډل په سيمو کې يې تېره ورځ ٣٦ تنه د کوکنارو کرلو پر مهال نيولي او د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ته يې سپارلي دي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې د کوکنارو کرلو له امله تېر کال دغه ولايت ونه توانېد، چې د وړم کال په څېر د کوکنارو د مخنيوي په بدل کې ١٠ ميليون ډالر ترلاسه کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن