Language

ميدانښار (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٠): په ميدان وردګو ولايت کې د هوا پېژندنې (ميترولوژي) دستګاه د ليندۍ په ٢٦مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

 د دې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې دستګاه  د پرانېستلو په مراسمو کې والي محمد حليم فدايي او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

 هغه زياته کړه چې د هوا پېژندنې (ميترولوژي) نوموړې دستګاه، د اوبو او برېښنا وزارت  له خوا د نړيوال بانک د ۱۶۵زرو امريکايي ډالرو په مالي مرسته جوړه شوې ده.

 د ميدان وردګو د اوبو لګولو رييس انجنير محمد انور جلال وايي، چې نوموړې دستګاه له څلورو برخو څخه جوړې شوې، چې په کې د بادونو د جهت او سرعت اندازه کول، د باران د ورښت اټکل کول، د هوا د لوندوالي اندازه معلومول او د سانتي ګرېت په کچه د تودوخې لوړې او ټيټې درجې  معلومولو الې نصب شوې دي.

 د نوموړي په وينا، د دغې دستګاه له لارې به د ولايت د مرکز او ولسواليو د هوا حالات معلوموي او په مرکز کابل کې به هم  د هوا حالات د سټلايټ په وسيله له دې دستګاه څخه اخيستل کېږي.

 جلال زياته کړه، چې د هوا پېژندنې مرکز په جوړېدو سره، نوموړې ولايت د هوا حالات له مرکز سره ونښلول شي او په هم به دې ولايت کې ترې ګټه واخيستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.