کابل(پژواک١٠مرغومى٩٠):يو شمېرافغان سوداګروايي،که پاکستان دافغان سوداګرو موټرو ته د تګ اجازه ورنه کړي،دوى به په افغانستان کې دپاکستاني سوداګرو د موټرو مخه بنده کړي.
د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو له خوراکي توکو بار شاوخوا ٧٠٠ موټر له نږدې يوې مياشتې راهيسې په دې پلمه د دغه هېواد په بېلابېلو سيموکې درولي، چې ګواکي د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي.
د پاکستان حکومت شاوخوا پنځه اونۍ مخکې وروسته له هغه د دغه هېواد له لارې د ناټو پر اکمالاتو بنديز ولګاوه، چې د ناټو ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې په يو بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل.
په پاکستان کې د افغان سوداګرو هغه يخچال لرونکي موټر درول شوي، چې افغانستان ته د چرګانو غوښې او هګۍ لېږدوي.
د چرګانو دغوښو او هګيو واردوونکو افغان سوداګرو د ټولنې مرستيال حاجي احمدشاه د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د افغان سوداګرو په درول شوو ٧٠٠ موټرو کې د شاوخوا ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت توکي بار دي.
احمد شاه زياته کړه،چې پر دغو توکو د هرې ورځې په پاکستان کې تر ٢٥٠زره امريکايي ډالرو جريمه او نور لګښتونه راځي.
هغه و ويل، چې نن شاوخوا ٢٠ سوداګر په کابل کې راغونډ شوي، چې د دې ستونزې د حل لارې موندلو په موخه ولسمشر کرزي ته ورشي.
ده زياته کړه: ((وګورو که چېرې بيا هم زموږ ستونزې ته د حل لار ونه موندل شوه، موږ به لارو ته و وځو او د پاکستاني سوداګرو د موټرو مخه به بنده کړو.))
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دويم مرستيال خان جان الکوزى هم د افغان سوداګرو ياده ستونزه جدي بولي او له افغان چارواکو يې د حل لارې موندلو غوښتنه کوي.
هغه پژواک ته و ويل، چې تېره ورځ يو شمېر افغان سوداګر د سوداګرۍ او صنايعو خونې مخې ته په احتجاجي ډول راټول شوي وو او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې کوله.
ده زياته کړه: ((اوس پاکستان نه بشپړ مثبت ځواب ورکوي او نه هم بشپړ منفي ځواب، تر څو زموږ سوداګر په دې پوه شي، چې څه وکړي.))
هغه د سوداګرۍ او صنايعو پر وزارت نيوکه وکړه، چې د سوداګرو دې ستونزې ته جدي پاملرنه نه کوي.
الکوزي هم و ويل: ((اوس موږ هڅه کوو، چې له ولسمشر کرزي څخه وخت واخلو، تر څو دا ستونزه له هغه سره له نږدې شريکه کړو.))
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلو خو اړيکو مو ورسره ټينګه نه شوه.
تېر کال هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانټينره توکي د ډېر وخت لپاره په کراچۍ بندر کې تم شوي وو، خو بيا د افغان حکومت د هڅو په پايله کې را پرېښودل شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن