ګردېز (پژواک ١٤ مرغومی ۹۰): د پکتيا د مرکز ګردېز ښاريان شکايت کوي، چې د ښاروالۍ کار کوونکي د ښار پاکوالي ته پام نه کوي او په ښار کې راټول شوي کثافات پر وخت نه لرې کوي.
د ګردېز ډېرى ښاريان وايي، چې په ښار کې د ښاروالۍ له خوا د کثافاتو د ټولولو لپاره مناسب ځايونه نه دي جوړ شوي او د نورو ښارونو په څېر کثافات دانۍ هم نه دې اېښودل شوي.
د ګردېز ښار يو هټيوال محمدامين پژواک اژانس ته وويل، چې د ګردېز ښاروالۍ په ښار کې د اچول شوو کثافاتو د ټولولو لپاره تر اوسه هېڅ ګام نه دی اخيستی.
د هغه په وينا، که ښاروالۍ د کثافاتو د ټولولو لپاره په ښار کې کثافات دانۍ او ټاکلي ځايونه جوړ کړي واى، ښار به د اوس په څېر نه واى ککړ شوى.
نوموړي زياته کړه: ((په ګردېز ښار کې ويالې ټولې له چټلو اوبو او کثافاتو څخه ډکې شوې او د اوبو د وتو لارې يې هم په پولچکونو کې بندې دي او اوبه ټولې پر سړکونو کې بهيږي.))
د ګردېز ښار يو صراف کشمير وايي، چې په ښار کې د کثافات دانيو د نشتوالي له امله خلک له مجبورۍ کثافات لښتيو ته اچوي.
د ده په خبره، په ښار کې دوکاندارانو يو کال وړاندې د خپلو دوکانونو مخې ته کثافات دانۍ اېښې وې، خو ښاروالۍ د خالي کولو په موخه يووړې او تر اوسه يې بېرته نه دې راوړي.
کشمير زياته کړه: ((که ښاروالۍ له دوکاندارانو څخه د ښار پاکولو لپاره پيسې ټولې کړي هم موږ ورته تيار يو او ټول دوکانداران به پيسې ورکړي.))
د ګردېز ښاروال انجنير اغا محمد سيدي پژواک اژانس ته و ويل، چې دوى پر خپل وخت خپل کارونه ترسره کړي او د ښار د چټلۍ لامل د خلکو بې پامي ده.
نوموړي د خلکو خبرې رد او زياته يې کړه، چې د دوى پرسونل پر خپل وخت د ښار سړکونه او ويالې پاکوي.
ښاروال و ويل: ((خلک دې ته پام نه کوي او نه ګوري، چې د کثافاتو د اچولو له امله په ښار کې چټلي غونډيږي او په ژمي کې يې د ټولولو مشکل هم زيات وي.))
دی وايي، چې د ښار دوکانداران ښاروالۍ ته د ښار پاکولو ټاکل شوې پيسې نه ورکوي، خو له دې سره دوى خپل کار نه دى ځنډولى.
د ده په وينا، په ښار کې يې څو ځلې کثافات دانۍ اېښې، خو ښاريانو په هغو کې کثافات نه دي اچولي، د سړکونو پر غاړو او يا يې هم په ويالو کې اچوي.
د يادونې ده، چې په ګردېز ښار کې د ژمي د سړې هوا له امله د ښار له لښتيو څخه وېستل شوي کثافات کنګل شوي او د سړک پر غاړو پراته دي، چې ښاريان يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن