کابل (پژواک٢٠ مرغومى ٩٠): د تښتول شوي پخواني لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د کورنۍ يو غړى وايي، چې ثابت د شمالي وزيرستان په ميرانشاه ښار کې له افغان طالبانو سره بندي دى.
سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ له ثابت صاحب سره وخت ناوخت غيرې مستقيمې اړيکې لرو او ژوندى دى.))
جبار ثابت د روان کال د تلې په ١٤مه د کابل د چهاراسياب ولسوالۍ د سقاوې په دښته کې له خپلو کروندو د ليدنې پر مهال د ناپېژانده کسانو له خوا وتښتول شو.
د ثابت د تښتولو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو د ده دکورنۍ ياد شوى غړى ادعا کوي، چې هغه وسلوالو طالبانو تښتولى دى.
سرچينه زياتوي، چې طالبانو لومړى د ثابت د خوشې کېدو په بدل کې د يو شمېر طالب بنديانو د ور خوشې کولو غوښتنه کوله، خو وروسته يوې بلې سرچينې له دوى سره اړيکه ونيوه او د ثابت د خوشې کولو په بدل کې يې د پيسو غوښتنه وکړه.
د ده په وينا، هغې سرچينې، چې د پيسو غوښتنه يې کوله معلومه نه ده، خو کېداى شي چا د پيسو ترلاسه کولو ته لاره جوړه کړې وي.
خو نوموړي وويل، چې د دوى کورنۍ د بنديانو د خوشې کېدو په اړه له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
هغه ونه ويل، چې طالبانو د کومو او څو تنو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه تن د ثابت په راخوشې کولو کې حکومت په نه همکارۍ تورن کړ او زياته يې کړه، چې ثابت د لوى څارنوال په توګه د کار پر مهال د فساد پر وړاندې جهاد اعلان کړى و او په حکومت کې د يو شمېر کسانو پر وړاندې درېدلى و.
دى وايي: ((اوس په حکومت هماغه يو شمېر کسان نه غواړي، چې د ثابت په راخوشې کېدو کې همکاري وکړي.))
خو سرچينې په دې اړه د چا نوم وانه خيست.
د کورنيو چارو د وزارت وياند غلام صديق صديقي مخکې ويلي و، چې د ثابت د موندلو او را خلاصېدو په اړه هڅې روانې دي، خو نن يې پژواک ته و ويل، چې اوس په دې اړه څه نه شي ويلاى.
عبدالجبار ثابت، چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى دى، له ١٣٨٤ څخه تر ١٣٨٧کال پورې د هېواد د لوى څارنوال په توګه دنده ترسره کوله.
ثابت د ١٣٨٧کال د چنګاښ په مياشت کې وروسته له هغه، چې ځان يې د ولسمشرۍ لپاره کانديد کړ، له خپلې دندې ګوښه شو.
نوموړي پخوا د عدليې او بهرنيو چارو وزارتونو د سلاکار، د پېښور پوهنتون د منځنۍ اسيا د مطالعاتو په مرکز کې د استاد، په پېښور کې د افغان اسلامي پوهنتون د مرستيال او له امريکا غږ راډيو سره د خبريال په توګه هم دندې ترسره کړې دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP