ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جان الن: ملا عمر پر خپلو وسلوالو کنټرول له لاسه ورکړى

author avatar
19 Jan 2012 - 13:55
author avatar
19 Jan 2012 - 13:55

کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان وايي، چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر پر خپلو وسلوالو واک له لاسه ورکړى دى.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې تېره ورځ د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې لس عام وګړي او درې پوليس و وژل شول.

په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوى عمومي قوماندان جنرال جان الن د هلمند پرونۍ پېښې په کلکه غندلې دي.

دغه راز په دغه ځانمرګي بريد کې شل نور ملکي وګړي ټپيان شوي هم وو.

جنرال الن ويلي: ((زه د ايساف په استازيتوب دکجکي په پېښه کې د وژل شوو او ټپي کسانو له کورنيو سره خپله غمرازي څرګندوم.))

هغه زياته کړې، چې دغه بريد سره يو ځل بيا وسلوالو مخالفينو وښوده، چې دوى تل د بې ګناه عامو وګړو د وژلو هڅې کړې دي.

د ايساف قوماندان ويلي: ((د افغانستان د خلکو پر وړاندې دغه بريد به زموږ د هغو هڅو مخه ونه نيسي، چې موږ يې په افغانستان کې د بيارغونې، پرمختګ او امنيت لپاره ترسره کوو.))

جنرال ا لن ويلي، دغه بريد وښوده، چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر پر خپلو وسلوالو واک له لاسه ورکړى دى.

د هغه په وينا، که چېرې هغه پر خپلو وسلوالو واک او کنټرول درلوداى، نو د عامو افغانانو د وژلو مخنيوى به يې کړى و.

وسلوالو طالبانو د هلمند د پرونيو پېښو يواځې د نادعلي د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او د کجکي په اړه يې څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.