کابل (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): د افغانستان منتخبې لوبډلې د پاکستان خيبر پښتونخوا لوبډلې ته په دوهم ځل هم ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لوبه نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) د ننګرهار د جلال اباد ښار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د هغه په وينا، د دې لوبې پچه د خيبر پښتونخوا لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې يا بېټينګ کولو پرېکړه وکړه.
نوموړي وويل، چې د خيبر پښتونخوا لوبډلې په څلوېښتم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو، ١١٥ منډې جوړې او سيالې لوبډلې ته يې د ١١٦ منډو هدف وټاکه.
وفا زياته کړه، چې د افغانستان منتخبې لوبډلې په دوه دېرشم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره، ټاکلى هدف ترلاسه کړ او لوبه يې د ځان په ګټه پاى ته ورسوله.
دى وايي، چې د افغانستان له لوري حمزه خان هوتک او ضمير خان درې درې او سميع الله شينواري دوه ويکټې واخيستې او کريم صادق ٢٨ او سميع الله شينواري ٢٦ منډې جوړې کړې.
د ده په خبره، سميع الله شينوارى د دوو ويکټو په اخيستو او ٢٦ منډو په جوړېدو د لوبې غوره لوبغاړى وپېژندل شو.
نصرت الله وفا وويل، چې دغه لوبې پنځه ورځې دوام لري او يوه ورځنۍ لوبې دي، چې ټاکل شوې درېيمه لوبه د دوشنبې پر ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP