ژبه

د دوو طالبانو د وژلو او د يوه قوماندان په ګډون د ٤ تن د نيولو خبر ورکړل شو

کندهار-ترينکوټ (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): افغان ځواکونو په اروزګان او کندهار ولايتونو کې د دوو طالبانو د وژلو او د يوه قوماندان په ګډون د څلورو د نيولو خبر ورکړ.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسو تېره شپه په ارغستان ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې پر مهال دوه وسلوال طالبان وژلي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د وژل شوو وسلوالو طالبانو مړي تر اوسه لا په سيمه کې پاتې دي.

د خبرپاڼي د معلوماتو له مخې، دغه دوه تنه تېره شپه دوولس بجې د يادې ولسوالۍ د سپونۍ په کلي کې هغه مهال د ملي پوليسو د ګزمې له خوا و وژل شول، کله چې يې غوښتل وسلوال فعاليتونه ترسره کړي.

سرچينه کاږي، چې له يادو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف، يو ميل تومانچه او يو هونډا موټرسايکل هم د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د اروزګان امنيه قوماندانۍ وايي، چې څلور وسلوال طالبان يې د عملياتو پر مهال نيولي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان پژواک ته وويل، چې دغه کسان يې تېره شپه د ترينکوټ ښاتر د سرمرغاب په سيمه کې له دوه ميله وسلو سره نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې په نيول شوو کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان حميدالله بلوڅ هم شامل دى.

ورته موضوع