ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې پلاوى نن له پاکستاني چارواکو سره ګوري

د مشرانو جرګې پلاوى نن له پاکستاني چارواکو سره ګوري

author avatar
31 Jan 2012 - 13:41
د مشرانو جرګې پلاوى نن له پاکستاني چارواکو سره ګوري
author avatar
31 Jan 2012 - 13:41

اسلام اباد (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د مشرانو جرګې د رييس په مشرۍ به نن يو لس کسيز پلاوى په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلميار په مشرۍ دغه لوړ پوړى پلاوى پرون اسلام اباد ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه پلاوى به نن د پاکستان د سنا د مجلس له مشر فاروق ايچ نايک او ورپسې به له لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني سره هم وګوري.

د شمس په وينا، په افغان پلاوي کې د مشرانو جرګې د رييس ترڅنګ د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشر عارف الله پښتون هم شامل دى او پلاوى به دغه راز په سنا کې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون له مشر سيف الله خان سره هم ليدنه وکړي.

نوموړى وايي، چې راغلى پلاوى به نن خپلې رسمي ليدنې بشپړې کړي او ټاکل شوې، چې سبا بېرته کابل ته ستون شي.

د مشرانو جرګې د رييس په مشرۍ دغه پلاوى داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي، چې ټاکل شوې سبا ته د چارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.