Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوي بانک نوټونه چاپېږي

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د افغانستان  بانک  په پام  کې لري چې د روان کال تر پايه د  سل ميليارده افغانيو بانک نوټونه چاپ او بازار ته وړاندې کړي.

دغه څرګندونې د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د سلواغې په ٣٠ مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې دغه بانک نوټونه په هېواد کې اړتيا ته په پام سره، د افغانستان بانک د عالي شورا د پرېکړې له مخې چاپېږي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې نوټونو کې د ٢٠، ٥٠، ١٠٠، ٥٠٠ او زرو افغانيو نوټونه شامل دي.

خو هغه زياته کړه چې د لسو، پنځو، دوو او يوې افغانۍ بانک نوټونه ځکه نور نه چاپوي، چې په خزانه کې شته دغه بانک نوټونه تر راتلونکو شلو کلونو پورې بسنه کوي.

دلاوري د يادو سل ميليارده  چاپېدونکو بانک نوټونو د بشپړ لګښت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه: ((په معمول ډول د هر بانک نوټ په چاپ باندې درې نيم تر ٤ سنټه لګښت راځي.))

د يادونې وړ ده چې يو امريکايي ډالر ١٠٠ سنټه کېږي.

دلاوري د افغانستان بانک له خوا د نويو بانک نوټونو چاپول يوه عادي پروسه وبلله او زياته يې کړه، چې دغه بانک په نورمال ډول وخت ناوخت له بازار څخه زړې پيسې ټولوي او پر ځاى يې نوې نوټونه بازار ته وړاندې کوي.

هغه وويل چې د افغانۍ بانک نوټونو د چلښت لپاره له درېيو تر پنځو کلونو وخت په پام کې نيول شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې اوسني بانک نوټونه په ١٣٨١ کال کې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت په لنډمهاله دوره کې د پخوانيو بانک نوټونو پر ځاى چاپ شوي دي.

  د افغانستان بانک مشر وايي، چې له ١٣٨١ کال راهيسې شاوخوا ٥٠ ميليارده زړې افغانۍ له منځه وړل شوې او پر ځاى نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.