کابل (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠):د کابل ولايت د دولسم ټولګيو فارغانو د کانکور ازموينې په لومړي پړاو کې ، چې نن ترسره شو ، ١٢٥٠٠ نجونو او هلکانو برخه واخيسته.
نننۍ ازموينه د کابل د ښوونې او روزنې، طبي او پل تکنيک پوهنتونونو او د لويې جرګې په خېمه کې واخيستل شوه او په دې ازموينه کې د کابل ښار د ٤٠ لېسو فارغانو برخه لرله .
دلوړو زده کړو وزارت د محصلينو د چارو مرستيال بري صديقي د يادې ازموېنې د پېل پرمهال خبريالانو ته وويل چې د نننۍ ازموينې د ګډونوالو ٤٢ سلنه نجونې جوړوي .
په پل تکنيک کې د ازموينې يوې ګډونوالې شکيلا، چې دکابل ښار له زرغونې لېسې فارغه شوې، پژواک خبري آژانس ته وويل : (( د ازموينې پوښتنې اسانه دي، خو هرڅوک نشي کولى، چې دخپلې خوښې پوهنځي ته ورشي ،ځکه چې د ګډون کوونکيو شمېره ډېره ده.))
دې د ازموينې له بهير څخه خوښي وښوده او ويې ويل ، هيله لري چې د ژورناليزم پوهنځي ته لار ومومي.
برى صديقي وايي، چې د کابل ولايت د دولسم ټولګيو د پاتې فارغانو د کانکور ازموينه به سبا او بله ورځ په کابل کې واخيستل شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کابل له ولايت څخه د کانکور ازموينې لپاره ٣٨ زره د دولسم ټولګيو فارغانو نوم ليکنه کړې ده .
د هغه په وينا،د نورو ولايتونو دکانکور ازموينه پاى ته رسېدلې او د کب په ١٥ مه به د هغو زده کوونکيو د کانکور ازموينه واخيستل شي، چې له هېواد څخه بهر دي او يا د ازموينې له تېرو پړاوونو پاتې شوي دي.
د ده په وينا، د متفرقه کانکور ددې ازموينې لپاره د شموليت د کارت وېش به د کب په لسمه ، پېل شي .
صديقي ونه ويل چې دهېواد په کچه تر اوسه څومره کسانو د کانکور په ازموينه کې وڼده اخيستې ده، خو ويې ويل چې سږ کال د کانکور د ازموينې لپاره ١٦٠ زره د دولسم ټولګيو فارغانو نوم ليکنه کړې او کېداى شي ، چې له دې ډلې څخه شاوخوا ١٥٠ زره کسان په ازموينه کې ګډون وکړي.
ده وويل چې سږ کال به د کانکور له ګډونوالو څخه ٣٥ زره تنه د لوړو زده کړو دولتي موسسو ته جذب شي او تمه ده ، چې ٥٠ زره نور يې د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسې جذب کړي.
دى وايي ، چې د کانکور د ازموينې پايلې به د راتلونکې کال (١٣٩١) په پېل کې اعلان شي .
تېر کال د کانکور په ازموينه کې ١٢٨ زره تنو ګډون درلود ، چې له دې ډلې څخه شاوخوا ٣٠ زره تنه د لوړو زده کړو دولتي موسسو او ٢٢ زره د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته جذب شول .
دا مهال په هېواد کې لسګونه د لوړو او نيمه لوړو زده کړو خصوصي موسسې هم فعاليت کوي ، خو په دې موسسو کې زده کړې د پيسو په بدل کې تر سره کيږي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن