ژبه

د کندهار خبريالان د دندو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي

کندهار(پژواک ٤ کب ٩٠):کندهار مېشتي خبريالان وايي، د مسوولو چارواکيو د نه همکارۍ، د امنيتي ګواښونو او د هغوى د توند او سپک چلند له امله د خپلو دندو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

 کندهار مېشتي خبريالان، چې نن مازديګر له همدې امله د احتجاج په توګه د کندهار پريس کلب په ودانۍ کې را غونډ شوي وو، ګواښ وکړ، چې که يې پر وړاندې تاوتريخوالى همداسې دوام وکړي، نور به له دې ولايت څخه د خبرونو له چمتو کولو لاس واخلي.

 د کندهار پريس کلب مرستيال دوا خان مينه پال د خبريالانو د ستونزو په اړه وويل، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د کندهار مېشتو خبريالانو پر وړاندې ستونزې زياتې شوې دي.

 هغه زياته کړه: ((د کندهار خبريالان د خپلو دندو پر مهال ځورول کېږي، وهل کېږي، سپکې سپورې ورته ويل کېږي، د پېښو پر مهال تونده رويه ورسره کېږي، ساحې ته نه پرېښودل کېږي او اړوند مسوولين په ځانګړې توګه امنيتي چارواکي پر وخت معلومات نه ورکوي.))

 نوموړي، په دې برخه کې ځينې بېلګې هم وړاندې کړې او ويې ويل، څو ورځې وړاندې يوه ډله خبريالانو له صنعتي پارک څخه راپورونه چمتو کول، چې د سفر پر مهال ورسره د ملي امنيت کسانو لفظي شخړه کړې او بيا يې ورته د وسلې په زور د مرګ ګواښ هم کړى دى.

 هغه له ملي امنيت ادارې وغوښتل، چې په دې اړه دې څېړنه وکړي، پايلې دې يې له خبريالانو سره شريکې کړي، د پېښې عاملينو ته دې سزا ورکړي او په راتلونکې کې دې د دغه راز پېښو مخنيوى وکړي.

 مينه پال د يوه بل خبريال يادونه هم وکړه، چې د خپلې دندې پر مهال، په دې تور چې ګواکې د ماين چاودنه کوي، پوليسو يې لاسونه ور تړلي او وهلى دي.

 هغه وويل: ((د بشير احمد صالح په نوم دغه سيمه ييز خبريال پوليسو ته د خپلې ادارې کارت هم ور ښودلى، خو هغوى نه دى منلى او بيا د نور ملګرو په منځګړتوب خوشي شوى دى.))

 نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د کندهار يو شمېر لوړ پوړي امنيتي چارواکي، په ځانګړې توګه د دې ولايت د رسنيو دفتر د پېښو پر مهال د خبريالانو سره ناسم او له تاوتريخوالي ډک چلند کوي، د دې پر ځاى چې د خبر د کره کولو په موخه ورسره مرسته وکړي، بېلابېلې ستونزې ورته جوړوي.

 دى وايي: ((د کندهار مطبوعاتي دفتر د دې پر ځاى، چې د پېښو په اړه معلومات او اعلاميې لومړى په ولايت کې له مېشتو خبريالانو سره شريک کړې، د سکايپ، ټويټر، فيس بوک او خپلې ويبپاڼې له لارې يې د هغوى له مرکزي ادارو سره شريکوي.))

 په کندهار کې د بي بي سي راډيو خبريال مامون درانى، چې د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا د وسلې له لارې ګواښل شوى پژواک اژانس ته وويل: ((کندهار يوه جګړه ييزه سيمه ده، يوازې دغه حالت خبريالان له ستونزو سره نه دي مخ کړي، بلکې حکومتي چارواکي هم لکه څنګه چې ښايي هاغه شان همکاري نه کوي.))

 دى وايي، خبريالانو ته پر وخت معلومات نه ورکول، له هغوى سره د دندې پر مهال ناوړه چلند، سپکې سپورې ورته ويل عمده ستونزې دي.

 د نوموړي په وينا، له خپلو ملګرو سره يو ځاى يې د صنعتي پارک په اړه راپورونه چمتو کول، چې په لاره کې لومړى د ملي امنيت کارکوونکو د هغه مخې ته موټر واچاوه او وروسته پرې را کښته شول او هغه ته يې د هغه د وژلو ګواښ وکړ.

 په کندهار کې د امريکا غږ اشنا راډيو خبريال سيد سرور اماني وايي، چې چارواکي دې د کار پر مهال خبريالانو ته ستونزې نه جوړوي، د ژورناليزم او د بيان د ازادۍ هغه قوانين، چې حکومت منلي، هغوى يې بايد دغلته هم پلي کړي.

 دى وايي: ((که په خپله خبريالان له ستونزو سره مخ وي، نو هغوى به څنګه وتوانېږي، چې د خلکو ستونزې او مشکلات تر نړيوالو ورسوي.))

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمى ايوبي د خبريالانو يادې ستونزې نه مني او وايي، چې دغه دفتر د پېښو او نورو موضوعاتو پر مهال اعلاميې خپروي او رسنيو ته يې لېږي؛ خو دا نه شي کولى، چې پر يوه مهال هر خبريال ته د ټليفون له لارې معلومات ورکړي.

 هغه له خبريالانو سره د ملي امنيت د کار کوونکو او پوليسو له لورې شو چلند وغانده او په دې اړه يې د څيړنو خبر ورکړ.

 کندهار مېشتو خبريالانو د ننۍ غونډې له لارې، په پکتيکا کې د مېلمه راډيو د خبريال سادم بهادرزي وژنه هم په سختو ټکو کې وغندله، د پېښې د عاملينو د پيدا کولو او هغوى ته د سزا ورکولو غوښتنه يې وکړه.

دا لومړى ځل نه دى، چې کندهار مېشتې خبريالان د خپلو دندو پر مهال له ستونزو او تاوتريخوالي سره مخ دي، بلکې تر دې وړاندې يو شمېر خبريالان د مرګ تر بريده له ګواښونو سره مخ شوي دي.