اسلام اباد (پژواک ١١ کب ٩٠): پاکستان په افغانستان کې د نه لاسوهنې پر پاليسۍ ولاړ او د پاکستان خاوره به د هېڅ يوه هېواد پر ضد ونه کارول شي.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني، نن مازيګر د کب په ١١مه، اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وکړې.
حنا رباني کهر زياته کړه، چې د پاکستان او افغانستان ولسونه له يو بل سره ښې او نږدې اړيکې غواړي.
نوموړې وويل چې د پاکستان، افغانستان او ايران هېوادونو له امنيت سره د سيمې امنيت نېغ په نېغه تړاو لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره زياتوي، هېواد به يې د کوم بل هېواد پر ضد هېڅکله هم ونه کارول شي او په ډاګه يې کړه، چې پاکستان افغانستان کې د نه لاسوهنې پر پاليسۍ ولاړ دى.
مېرمن حنا رباني کهر ټينګار وکړ، چې د افغانستان لانجې په هواري کې هغه مهال مرسته کوي، چې مشرۍ يې د افغان دولت په غاړه وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن