کندهار (پژواک ٧ ورى ٩١): د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو يو اکمالوونکى له لسګونه ميله وسلو سره نيولى دى.
په دې اړه د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تن د دامان ولسوالۍ په مند حصار سيمه کې تېره شپه نيول شوى دى.
هغه زياته کړه،چې له دغه تن سره يو ځاى ١٤ ميله پيکاوې، ٧١ ميله کلاشينکوفونه، ١٤ ميله ميګاروف تومانچې، ٢٥ مخابرې او چارجرونه، ٢٥ د مرمۍ ضد واسکټونه، ١٢٠٠٠ د پيکا ماشيندار مرمۍ په لسګونو د پيکا ماشيندار شريدونه نيولي دي.
د نوموړي په وينا، د مندحصار سيمې دغه کور د مخالفينو د يوه اکمالاتي مرکز په توګه کارېده، چې د ملي امنيت منسوبينو کشف او په دې توګه يې د ډېرو خلکو ژوند ژغورلى دى.
دى وايي، چې له نيول شوي تن څخه پوښتنې ګروېږنې پيل شوې، تر څو څرګنده شي، چې دغه تن له کومه ځايه دومره ډېر شمېر وسلې راوړې دي.
والي وويل، د کندهار امنيتي ارګانونه د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې هڅه کوي، چې د خلکو لپاره ډاډمن امنيت برابر کړي.
د هوا له ګرمېدو سره د وسلوالو مخالفينو د فعاليتونو د زياتېدو په اړه ويسا وويل، چې امنيتي ارګانونو خپل امنيتي تدابير پراخ کړي او د هر راز ورانکارو فعاليتونو د مخنيوي توان لري.
د ملي امنيت رياست دوې ورځې وړاندې هم يو ځانمرګى او د غلچکي بريدونو ترسره کوونکى له دوه ميله تومانچو سره نيولى و.