کندهار ( پژواک ١٥ ورى ٩١ ) : تر دوه مياشتني ځنډ او د خلکو له ډېر ټينګار وروسته د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ لپاره نوى ولسوال وټاکل شو او نن د دې ولسوالۍ اوسېدونکيو ته ور و پېژندل شو.

د پنجوايي د ولسوال حاجي فضل الدين اغا تر وژل کېدو وروسته دغې ولسوالۍ د دوو مياشتو لپاره ولسوال نه درلود، چې په دې وروستيو کې په دې اړه د خلکو شکايتونه ډېر شوي وو.

د پنجوايي مخکنى ولسوال حاجي فضل الدين اغا، چې مشهور قومي مشر هم و، دوه مياشتې مخکې په کندهار ښار کې له خپلو دوو زامنو او دوو ساتونکو سره يو ځاى په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حاجي فضل محمد په نوم نوى ټاکل شوى ولسوال د همدې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا د غړي په توګه کار کړى او د خلکو له غوښتنې سره سم اوسمهال د دې ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوى دى.

هغه زياته کړه،چې فضل محمد نن د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکيو ته د کندهار ولايت مقام د اداري او مالي رييس محمد امين کمين لخوا ور و پېژندل شو.

محمد امين کمين خلکو ته د ولسوال د ورپېژندنې په مراسمو کې وويل، چې د مخکني ولسوال په څېر له نوي ولسوال سره د امنيت او چارو په سمون کې همکاري وکړئ.

نوموړي له ولسوال څخه هم وغوښتل، چې د ولسوالۍ د اوسېدونکيو غوښتنې او اړتياوې پوره کړي او له هغوى سره همکار و اوسي.

پنجوايي د کندهار ښار لوېديځ لور ته د ٢٠ کيلومترو په واټن پرته هغه ولسوالۍ ده، چې څو اوونۍ مخکې د همدې ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې امريکايي سرتېرو د درېيو کورنيو ١٦ ملکي وګړي ووژل او ٥ نور يې ټپيان کړل.