ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
16 Apr 2012 - 12:34
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
16 Apr 2012 - 12:34

 کابل ښار (پژواک ٢٨ ورى ٩١): د کابل ښار په څو ځايونو او څو نورو ولايتونو کې د وسلوالو مخالفينو هم مهاله بريدونو د کابل چاپ د نننيو ډېرو ورځپاڼو د سرمقالو بحثونه ځان ته ځانګړي کړي او هرې ورځپاڼې له خپل ليد لوري د هغو لاملونه او پايلې څېړلې دي.

د ويسا ورځپاڼه د تېرې ورځې بريدونو ته په پاملرنې سره په دې اند ده چې دغه بريدونه پردۍ سناريو او پردۍ موخې وې، چې د ورځپاڼې په خبره، ماتم يې د افغان ولس په برخه کې و او ليکي چې د وسلوالو مخالفينو دغه بريدونه كه په يوه جمله كې تعريفوو، نو ويلاى شو، چې دا يې وښوده، چې زموږ هېواد په څومره مرموزه او خطرناكه لوبه كې ښكېل دى.

دغه ورځپاڼه ليکي، چې دغه بريدونه دومره مرموز وو، چې هېڅكله يوازې د يوه لوري بريا او د بل كمزوري نه شي تعريفېداى، سل پوښتنې نورې هم ورسره تړلې دي، چې ولې داسې وشول؟

 د ويسا ورځپاڼه وړاندې بيا د نورو پوښتنو په ترڅ کې دا پوښتنه هم را ولاړوي، چې ايا دا د شيكاګو كنفرانس ته پيغام وو او كه په كابل كې د حزب اسلامي او حكومت ترمنځ د سولې خبرو ته، چې ګواكې اصلي لوري خپل ځواك وښود او په دې نظر هم ده، چې ښايي له پرونيو بريدونو امريكا او ناټو ځواكونه دومره ګټه واخلي، چې ساده طالب ته يې تصور ناشونى دى.

دوى به هېڅكله هم دا ونه مني چې د نورو د موخو لپاره وكارول شول.

د ملي ارمان ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې همدا موضوع څېړي او په دې اند ده، چې د طالبانو پروني بريدونه په حقيقت کې د دوى له خوا د دولت او حزب اسلامي پر وړاندې د ځواک يوه ننداره وه، تر څو د ورځپاڼې په خبره وښيي، چې لومړۍ خبره دوى کوي.

دغه ورځپاڼه د تېرې ورځې د بريدونو تر شا لاملونه هم څېړي او په داسې حال کې چې دا په ختيځو ولايتونو کې د طالبانو د ګڼ شمېر کسانو له وژل کېدو څخه د دوى غچ اخيستنه ګڼي، په دې اند ده چې په هم مهاله بڼه د ښار په څو سيمو او څو ولايتونو کې د دغو بريدونو تنظيم د طالبانو په جګړه ييزه ستراتيژۍ کې د بدلون ښکارندويي هم کوي.

د ماندګار ورځپاڼې هم د دغو بريدونو د ترسره کېدو څرنګوالى څېړلى او په دې اند ده، چې د طالبانو پروني بريدونه په داسې حال کې چې د سولې په اړه بحث او خبرې ډېرې شوې دي، د هر ډول سوله ييزو هڅواو په دې اړه د ورکړل شوو شعارونو د ماتې ښکارندوى دي.

دغه ورځپاڼه يو ځل بيا امنيتي ځواکونو ته ګوته نيسي او په دې اند ده چې پلازمېنې ته له راکټونو او بمونو سره د وسلوالو طالبانو له راننوتلو څخه په مخنيوي کې ضعيف دي او ليکي، چې په دې موده کې تل دا پوښتنه مطرح ده چې دا ډول ځانمرګي او ترهګر څه ډول کولاى شي چې ځانونه مهمو سيمو ته ورسوي او هلته سنګر ونيسي.

دا ورځپاڼه د دغه کار د لاملونو د څېړلو په ترڅ کې په دې اند ده، چې يو شمېر کسان په امنيتي ارګانونو او ښايي هم د بهرنيو ځواکونو په منځ کې شته چې له طالبانو سره همکاري کوي او ليکي چې له دې پرته ممکنه نه ده چې دغه خطرناک وسلوال دې له ټولو امنيتي کمربندونو راتېر او د امنيتي ځواکونو له نظره غلي، خپل ځانونه مهمو سيمو ته، چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي شورا، ډيپلوماتيکو مرکزونو او ملي امنيت رياست باندې حاکمې دي، ورسوي.

د خدمتګار ورځپاڼه هم په خپله نننۍ سرمقاله کې همدې موضوع ته اشاره لري او په دې اند ده، چې طالبانو په وروستيو دوو كلونو كې د خپلو ماتو له كبله په څلورو ولايتونو كې له هم مهالو بريدونو سره خپل د حضور ننداره وړاندې كړه.
خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده، چې طالبانو د افغان پوځ د پياوړتيا او د ناټو د همغږي ملاتړ له كبله په تېرو څو مياشتو كې ډېرې ماتې وخوړې او په يو شمېر سيمو كې يې خپل كلك سنګرونه له لاسه وركړل نو په دې باور شول چې د خپلې جګړې تګلاره بدله كړي او د مخامخ جګړې پر ځاى پر ښارونو ډله ييزو بريدونو ته مخه كړه.
خدمتګار ورځپاڼه هم د امنيتي ځواکونو استخباراتي نيمګړتياوو ته ګوته نيسي او په دې اند ده، چې كه چېرې افغان امنيتي ځواكونه وكولاى شي د يوې اغېزناكې ستراتيژۍ له مخې ښارونو او امنيتي ساحو او سيمو ته د طالبانو د نفوذ مخه ونيسي، نو دغه كار به پر طالبانو تبليغاتي ساحه هم ډېره تنګه كړي.

د افغانستان ورځپاڼه هم د دغو هم مهاله عملياتو له لارې هغه پيغام څېړل غواړي چې طالبانو يې وړاندې کول غوښتل او ليکي چې پرونيو عملياتو د خپلې پراختيا او بڼې له مخې افغان دولت، د افغانستان خلکو او نړيوالې ټولنې ته بېلابېل پيغامونه له ځان سره درلودل.

دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې له طالبانو سره د سولې په اړه د خبرو اترو پلويانو تر اوسه په بېلابېلو عنوانونو طالبانو ته غټ امتيازات ورکړي دي او ليکي چې اوس بايد وکتل شي، ايا هغه ګامونه چې افغان دولت او امريکا له طالبانو سره د سولې په موخه اوچت کړي دي، بېرته په شا تګ نه وو؟

د سرنوشت ورځپاڼه پوښتي، چې د پرونيو بريدونو طراحان څه غواړي؟ او بيا دې پوښتنې ته د ځواب په بڼه ليکي، چې د دغو بريدونو طراحان ګومان کوي چې دغه بريدونه به په کابل کې د حزب اسلامي د پلاوي خبرې اترې بې ارزښته کړي، له مخالفينو سره پر خبرو اترو به يو ځل بيا نيوکې پيل شي، ملي شورا به له دې امله چې بريد پرې شوى له مخالفينو سره د خبرو اترو مخنيوى وکړي او په ټوله کې به د سولې نوى راپورته شوى بهير غلى کړي او دولت به د خپل پايښت لپاره اړ شي، چې په ستراتيژيک تړون کې پر سختو شرايطو له ټينګار څخه په شا شي.

دغه ورځپاڼه په پاى کې ليکي، چې د پرونيو بريدونو برى او ناکامي په دې کې ده، چې افغان حکومت، ملي شورا او په ټوله کې افغان ولس به د دغو بريدونو د طراحانو له پلان سره سم ځواب ووايي او که نه؟

د محور ورځپاڼې هم پر همدې موضوع بحث کړى او په دې اند ده، چې که څه هم دغو بريدونو د مرګ ژوبلې له پلوه ډېر لوى نه وو، خو د ورځپاڼې په خبره د بريدونو وخت او نظم ته په کتو سره ډېر مهم ځکه وو؛ چې دا د جګړو د موسم پيل دى او که پيل همداسې وي، نو وروسته کېداى شي حالات نور هم خراب شي.

محور ورځپاڼه افغان استخبارات او همدارنګه په بهرنيو ځواکونو پورې اړوند استخباراتي کړۍ ګرموي چې د دغو بريدونو په اړه يې تر مخه معلومات ترلاسه نه کړاى شول او په دې اړه بيا په بهرنيو ځواکونو پورې اړوند پر استخباراتي کړيو ګوتنيونه کوي، چې له افغان لوري سره د استخباراتي معلوماتو په شريکولو کې د مسؤوليت احساس نه کوي.

د انيس او هېواد دولتي ورځپاڼو هم په خپلو سرمقالو کې د پرون ورځې برېدونو ته اشاره کړې او په دې اړه يې خپل ليد لوري څرګند کړي دي.

انيس ورځپاڼه ليکي، چې دا غير اسلامي او غير انساني حرکت د هېواد د سولې او ثبات د قسم خوړلو دښمنانو له لوري وروسته تر هغه ترسره کېږي، چې د استاد برهان الدين رباني مشر زوى صلاح الدين رباني د سولې د عالي شورا د رييس په توګه ټاکل کېږي.

خو هېواد ورځپاڼه بيا نېغ په نېغه د دوو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان نومونه اخلي او هغه تورنوي چې په خپلو خاورو کې يې نوي روزل شوي کسان د تېرو کلونو په شان پسرلنيو بريدونو ته چمتو کړي او زموږ هېواد ته يې را استولي دي.

د هېواد دولتي ورځپاڼه هم د ځينو نا دولتي ورځپاڼو په څېر د استخباراتي ادارو په کار کې له نيمګړتيا سر ټکوي او پوښتنه کوي چې څه ډول ممکنه ده، چې په يوه ساعت کې دې په بېلابېلو موخو پر هم مهاله ډول بريد ترسره شي.

هېواد ورځپاڼه په دې باور ده، چې دغه بريد له هېواده بهر طرحه شوى دى.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.