ژبه

کندهار ښار (پژواک ٧ غويى ٩١): د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې د کوکنارو اړولو د پيل شوي کمپاين په لړ کې تر دې مهاله په بېلابېلو ولسواليو کې ٣٠٩١ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

 د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، چې د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کې يې اونيز امنيتي خبري کنفرانس ته خبرې کولې، د روانې اونۍ په اوږدو کې د خپلو لاسته راوړنو او د کوکنارو د کمپاين په اړه معلومات وړاندې کړل.

 د هغه په وينا، تردې مهاله په ژېړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا ٣٠٩١ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

 نوموړي زياته کړه، چې که څه هم په ځينو سيمو کې د کمپاين پر مهال پر امنيتي ځواکونو بريدونه شوي دي؛ خو هغوى ته يې کوم زيان نه دى اړولى او کمپاين په عادي توګه پر مخ روان دى.

 د اطرافي په خبره، د کوکنارو د کمپاين ترڅنګ د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کارکوونکو په روانه اونۍ کې دوه تنه د ٢٨٠ کيلوګرامه نشه يي توکو د لېږد په تور نيولي دي.

 نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په روانه اونۍ کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې عمليات کړي او پر مهال يې درې وسلوال نيولي او دوه نور يې وژلي دي.

 دى وايي، وسلوال مخالفين هڅه کوي چې امنيتي حالت کړکېچن کړي؛ خو هغوى يې پر وړاندې په بېلابېلو وختونو کې عمليات کړي او د هغوى پلانونه يې شنډ کړي دي.

 د ده په خبره، د عملياتو پر مهال ٢٩ ماينونه، ٥ کلاشينکوفونه، ٣ موټر سايکلونه، ٣ لاسي بمونه، يوه پيکا، ١٤ د کلاشينکوف شاجورونه، ٧٧٥ د کلاشينکوف مرمۍ، ٦٥٠ د پيکا مرمۍ، ٣٠ د ټانک مرمۍ، ١٥ د دوه اتيا ملي متري توپ مرمۍ، ٣٠ د هاوان مرمۍ ٦٠٠ د دهشکې مرمۍ او نور امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

 وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.