کابل ښار (پژواک ١٣ غويى ٩١): د ايساف د دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د د بهرنيو وژل شوو سرتېرو شمېر ١٤٠ تنو ته ورسېد.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د غويي ١٣مه) د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي د فتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې دوه سرتېري يې د افغانستان په ختيځ کې د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
ايساف د دغو سرتېرو د هويت او د پېښې د ځاى په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د هېواد په ختيځ کې ډېرى امريکايي ځواکونه مېشت دي.
د (اى کېژولټي) وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په روان زېږديز کال کې تر اوسه د ايساف ١٤٠ سرتېري په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله وژل شوي، چې ٩٠ يې امريکايي دي.
له ٢٠٠١ زېږديز کال څخه راپه دېخوا په افغانستان کې د ايساف څه د پاسه ٢٩٨٠ سرتېري وژل شوي، چې څه باندې ١٩٤٠ يې امريکايي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن