ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان له افغان امنيتي ځواکونو سره د ۲۰ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

پاکستان له افغان امنيتي ځواکونو سره د ۲۰ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

author avatar
22 May 2012 - 07:34
پاکستان له افغان امنيتي ځواکونو سره د ۲۰ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ
author avatar
22 May 2012 - 07:34

شيکاګو (پژواک،٢غبرګولى ۹۱): د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د شيکاګو کنفرانس په دويمه ورځ د افغانستان ملي ځواکونو د تمويل لپاره د ۲۰ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د ناټو سرمشريزه غونډه پرون د ۶۰ هېوادونو او نړيوالوسازمانونو د مشرانو په ګډون پيل او د امريکا پر وخت نن مازيګر پاى ته ورسېده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري نن د دې غونډې په دويمه ورځ په خپله وينا کې هيله څرګنده کړه، چې افغان امنيتي ځواکونه به د خپل هېواد د امنيت چارې سمبال کړى شي.

هغه پر دې مهال د افغانستان امنيتي ځواکونو د تجهيز، روزنې او تمويل په برخه کې د ۲۰ ميليونه امريکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

زرداري زياته کړه: ((پاکستان يو با ثباته افغانستان غواړي؛ ځکه چې با ثباته افغانستان د پاکستان او سيمې لپاره ګټور دى.))

نوموړي يو ځل بيا وړانديز وکړ، چې دوى غواړي له افغانستان سره لاسليک شوى د ټرانزيټ تړون تر منځنۍ اسيا هېوادونو پورې وغځوي.

د ناټو غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو سازمان په اړه خبرې وشوې، خو په دويمه ورځ دا غونډه د افغانستان موضوع ته ځانګړې شوې، چې په کې د ناټو سازمان اړوند د ۲۸ غړو هېوادونو او ۳۰ غير ناټو هېوادونو ولسمشرانو او لومړي وزيرانو په کې برخه اخيستې وه.

نړيوالې ټولنې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ملي ځواکونو لپاره د ٤،١ ميليارده ډالرو د مرستې ژمنه کړې، چې څه برخه يې لا دمخه ځينو هېوادونو اعلان کړې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.