ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماشومان په کورنۍ ، ښوونځي او ټولنه کې له تاوتريخوالي سره مخ دي

ماشومان په کورنۍ ، ښوونځي او ټولنه کې له تاوتريخوالي سره مخ دي

author avatar
1 Jun 2012 - 14:56
ماشومان په کورنۍ ، ښوونځي او ټولنه کې له تاوتريخوالي سره مخ دي
author avatar
1 Jun 2012 - 14:56

کابل ( پژواک ١٢غبرګولى ٩١): د ماشوم نړيواله ورځ په داسې حال کې راورسېده، چې دهېواد يو شمېر ماشومان په ښوونځيو، کورنۍ او ټولنه کې دهغوى پر وړاندې له تاوتريخوالي سرټکوي.

 د ماشومانو بدني تنبېه او لفظي رټل له کلونو راهيسې په هېواد کې معمول دي.

١٢ کلن توريالى، چې د کابل ښار د موسى کلا په څلورلاري کې ترکاري پلوري، د خلکو او آن د خپلې کورنۍ له ناوړه چلند څخه سر ټکوي.

هغه چې د ماشوم له نړيوالې ورځ څخه يوه ورځ مخکې يې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې ، زياته کړه : ” يو پيسې کمې راکوي، بل زياتې جګړې کوي، بل يو ټوله ښه ښه ترکاري واخلي، کله چې څه ووايم، بيا مې وهي. “

 د جون لومړۍ نېټه د ماشوم له نړيوالې ورځې سره سمون خوري او هر کال نمانځل کېږي.

توريالى، چې د کورنۍ يواځينى زوى دى، وايي پلار يې مړى دى او د اقتصادي ستونزو له امله يې ونشواى کړاى ، چې ښوونځي ته ولاړ شي.

هغه چې پر مخ يې د ټپونو نښې ليدل کېږي، له خپلې کورنۍ څخه هم شکايت وکړ او ويې ويل : ” نن سهار مې کار ته زړه نه کېده، پښې مې ډېرې خوږېدلې، مشر ورور مې په لرګي ووهلم او سر يې راته ژوبل کړ. “

 همدارنګه د کابل ښار د زرغونې ليسې د پنځم ټولګې زده کوونکې ساره وايي : ” په کور کې چې شوخي وکړم يا مې درس نه وي لوستى، نو مور مې وهي او کله مې چې کورنۍ دنده نه وي وړې، نو ښوونکى مو هم وهي. “

دهغې په وينا، کله چې د مور يا ښوونکې لخوا ورسره تاوتريخوالى کېږي، ټول زده کړى درس يې له ذهن نه ووځي.

 همدارنګه هغې د موټر چلوونکو له ناوړه چلند څخه هم شکايت وکړ او ويې ويل : ” کله چې له سړک نه تېرېږو ، موټر ډېر په چټکۍ تېرېږي او هېڅ نه ودرېږي… ډېر وېرېږو ، چې موټر مو ونه وهي. “

د ساره مور حليمه ، په دې اړه چې ولې د خپلې لور پر وړاندې له تاوتريخوالي کار اخلي ، وويل : ” په خداى تر هغو چې ماشوم ونه وهې، لارې ته نه راځي، مجبوره کېږم، چې ويې وهم، ځکه چې زياته شوخي کوي او درس نه وايي، حوصله مې ورته تنګه شي. “

 خو د کابل ښار د زرغونې ليسې ښوونکې ثريا عطايي وايي، چې په دې ليسه کې د زده کوونکو پر وړاندې هېڅ کله له فزيکي او لفظي تاوتريخوالي کار نه اخيستل کېږي.

هغې په داسې حال کې چې ويل يې ، هېڅ کله يې د زده کوونکو پر وړاندې له تاوتريخوالي کار نه دى اخيستى ، زياته کړه : ” کورنۍ بايد د خپلو ماشومانو د درس او تربيې په برخه کې هڅه وکړي، هېڅ کله له تاوتريخوالي کار وانخلي او کله ناکله ښوونځي ته راشي او د خپل ماشوم له درسونو، چلند او حاضرۍ نه ځان خبر کړي. “

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم په ټولنه، کورنۍ او ښوونځي کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالى يومهمه ستونزه بولي او وايي چې په دې برخو کې بايد دخلکو پوهاوى لوړ شي.

په ياد شوي کمېسيون کې د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ د څانګې مسوول نجيب الله ځدراڼ ببرکزي وويل : ” له دې سره سره چې افغانستان په ١٣٧٤ کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسيون لاسليک کړى دى او ژمنه يې کړې ده، چې د ماشومانو ستونزو په هوارولو کې کار کوي، خو تراوسه ددې کنوانسيون ځينو برخو ته هېڅ پاملرنه، نه ده شوې او نه پلې کېږي. “

 دهغه په وينا، په هېواد کې زيات شمېر ماشومان له سختو ستونزو لکه قاچاق ، جنسي تېري، د درنو کارونو له ترسره کولو، په جګړو کې له استفادې او په کورنۍ ، ټولنه او ښوونځيو کې له تاوتريخوالي سره مخ دي.

ببرکزي وويل چې د کار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت لخوا د ماشومانو د حقونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه زيات شي.

 د افغانستان د ارواح پوهانو د ټولنې رييس ډاکټر عزيزالدين همت وايي ، چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالى د هغوى په ارواح ناوړه پايلې لري، چې په پايله کې يې ماشوم بې جرئته کيږي او درس يې نه زده کيږي .

 دهغه په وينا، د پوهنې وزارت بايد جدي عمل وکړي او پرې نږدي، چې ښوونکي له زده کوونکو سره له تاوتريخوالي کار واخلي.

هغه هم ټينګار وکړ، چې د ماشوم د حقونو په اړه د کورنيو او د ماشوم پر وړاندې د تاوتريخوالي د پايلو په اړه پوهاوي کچه بايد لوړه شي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رياست يوه چارواکي عبدالصبور غفراني وويل چې د پوهنې وزارت د لايحې له مخې، د زده کوونکو پر وړاندې تاوتريخوالى، ګواښنه ، سپکاوى او وهل ټکول مردود دي.

 دهغه په وينا، د هېواد د ټولو ښوونځيو ښوونکو ته لارښوونه شوې ده، چې د زده کوونکي د ناسم چلند په صورت کې بايد له هغوى سره له تاوتريخوالي کار وانخيستل شي او د زده کوونکو د ستونزو د هوارۍ لپاره بايد دهغوى له والدينو سره اړيکه ونيول شي.

دى وايي،چې کېداى شي په ځينو ښوونځيو کې يو شمېر ښوونکو له زده کوونکو سره له تاوتريخوالي کار اخيستى وي، خو که چيرې د پوهنې وزارت له داسې پېښو خبر شي، له سرغړوونکې ښوونکي سره به جدي چلند وکړي.

 د کار ، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وياند علي افتخاري وايي : ” په رښتيا چې په هېواد کې د ماشومانو وضعيت د قناعت وړ نه دى. “

هغه يو ځل بيا وويل چې د موجوده احصايو له مخې، په هېواد کې شپږ ميليونه ماشومان له خطر سره مخ دي.

 افتخاري هم وويل چې په هېواد کې ماشومان د درنو کارونو، تښتونو او داسې ستونزو سربېره په ښوونځي، ټولنه او کورنۍ کې له لفظي او فزيکي تاوتريخوالي سره مخ کېږي.

دهغه په وينا ، دغه وزارت په پام کې لري، چې ددارنګه ستونزو د هوارولو لپاره د رسنيو، جوماتونو او د پوسټرونو د نصب له لارې د پوهاوي پروګرامونه پيل کړي.

 سرچينې همدارنګه زياته کړه چې تر يوې راتلونکې مياشتې به د کارګرو ماشومانو سرورې پيل شي او له سروې وروسته به هغه ماشومان، چې پر سړک کار کوي، راټول شي.

افتخاري په دې اړه زيات معلومات ورنکړل. 

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.