کابل (پژواک ١٤ غبرګولى ٩١): مشرانو جرګې هم د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک تاييد کړ.
د ستراتيژيکو همکاريو ياد سند تېره مياشت د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په کابل کې لاسليک کړ؛ د غبرګولي په ٦مه ولسي جرګې تاييد او يوه ورځ وروسته يې مشرانو جرګې ته واستاوه.
دغه سند نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته هم وړاندې شو.
په نننۍ غونډه کې د جرګې له حاضرو٨٠ غړو څخه ٦٧يې د سند د تاييد لپاره موافقه او ١٣ يې مخالفه رايه ورکړه.
د اساسي قانون د ٩٠مې مادې له مخې، د دولتونو ترمنځ د معاهداتو او نړيوالو ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ملي شورا له واکونو څخه دي.
په مشرانو جرګه کې د فراه استازى ګل احمد اعظمي وايي، چې د امريکا او افغانستان ترمنځ ستراتيژيک سند خلکو ته نوې هيلي پيدا کړې دي.
د هغه په وينا، خلک په دې باور دي، چې ياد سند به کورنۍ جګړې او د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه په هېواد کې کمه کړي.
اعظمي وايي، چې د دغه تړون له ټولو موادو سره موافق دى او افغانستان په اوسنيو شرايطو کې د امريکا په څېر ملاتړ کوونکي ته اړتيا لري.
خو په مشرانو جرګه کې د پکتيا استازى عبدالحنان حق ويون بيا وايي، ځکه يې ياد شوي سند ته د رد رايه ورکړه، چې د دوديزې لويې جرګې ځيني وړانديزونه په کې په پام کې نه دي نيول شوي.
د ده په وينا، لويې جرګې ويلي و، چې په ياد سند کې بايد له افغانستان څخه پر ايران او پاکستان د اوبو د بندولو موضوع ته ځاى ورکړل شوى واى؛ ځکه چې دا د لويې جرګې له وړانديزونو څخه و.
حق ويون زياتوي: “اوبه زموږ دي خو امريکا زموږ پر اوبو له پاکستان سره سودا کړې او نه يې پرې بندوي.”
هغه دا هم وويل، چې په دغه تړون کې د امريکا غوښتنې هم نه دي روښانه شوې او دا هېڅ امکان نه لري، چې د امريکا ګټې دې په کې نه وي او هر څه دې د افغانستان لپاره وکړي.
د امريکا متحدو ايالتونو په ياد هوکړه ليک کې د افغانستان ملي حاکميت ته د احترام او له دغه هېواد سره د مرستو ژمنه کړې او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د دايمي پوځي تاسيساتو د جوړولو په لټه کې نه دى.
په سند کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ امنيتي تړون به يو کال وروسته لاسليک شي.
په هوکړه ليک کې راغلي، چې دغه سند د دوديزې لويې جرګې سپارښتنو او د افغانستان ملي حاکميت ته په پام او د ملګرو ملتونو له منشور سره سم افغانستان او امريکا د خپلواکو هېوادونو په توګه لاسليک کړى دى.
دوديزې لويې جرګې، چې تېر کال په کابل کې جوړه شوه، د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې له خوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند ملاتړ کړى و.
د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو او افغان لوري ته په هېواد کې د بهرنيو زندانونو د سپارلو هوکړه ليکونه څه موده مخکې لاسليک شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن