تالقان (پژواک ١٤ غبرګولى ٩١): د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د نجونو د يوې لېسې ٤٠ زده کوونکې د نامعلوم علت له امله مسمومې شوې دي.
د فرخار ولسوال ملا عطامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ د ناهيد شهيد لېسې زده کوونکې نن سهار (د غبرګولي ١٤مه) مسمومې شوې دي.
د هغه په وينا، دغه زده کوونکې د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوې او تر درملنې لاندې دي.
هغه د مسموم شوو زده کوونکو شمېر د زياتېدو په حال کې وباله او ويې ويل، چې د دغو زده کوونکو د مسموميت لامل تر اوسه معلوم نه دى او په اړه يې له امنيتي ځواکونو د څېړنو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د دغه ولايت په تالقانو ښار کې د بشيراباد لېسې ٩٧ زده کوونکې مسمومې شوې وې.
د دغه ولايت چارواکو پژواک ته وويل، چې په تخار ولايت کې له تېرې مياشتې راپه دېخوا د نجونو لېسو د مسمومو شوو زده کوونکو شمېر تر تېرې ورځې پورې څه باندې ٤٠٠ تنو ته رسېدلى دى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن