کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): چين غواړي د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه تاجکستان او بيا چين ته د ګاز نل ليکه وغځوي.
دا څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې، چې د ولسمشر د ويندوى دفتر نن پژواک خبري اژانس ته رالېږلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د نل ليکې د غځولو تړون هم لاسليک شوى دى.
افغان ولسمشر حامد کرزى تېره ورځ د شانګهاى سازمان په ناسته کې دګډون په موخه چين ته تللى او په پام کې ده ، له چين سره، چې د نړۍ ستر اقتصادي ځواک دى، هم تر ستراتيژيکې کچې اړيکې اعلام کړي.
د ولسمشر د وياندوى دفتر د معلوماتو له مخې، حامد کرزي نن له غرمې مخکې د چين د پيټروليمو د ملي شرکت له لوی رييس ژان ژيمينګ سره د بيجينګ په ښار کې وکتل.
سرچينه ليکي، چې په دې کتنه کې د چين د پيټروليمو د ملي شرکت رييس د افغانستان د آمو سيند د نفتي حوزې د انکشاف د تړون، چې تېر کال يې ګټلى دى، د موثر تطبيق ژمنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه شرکت مشر په افغانستان کې د آمو سيند د ګاز لرونکو سيمو او همدا راز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان او بيا چين ته د پايپ لاين د غځولو لپاره د اقتصادي او تخنيکي مطالعاتو د ترسره کولو په برخه کې د دغه شرکت لېوالتيا څرګنده کړه.
سرچينه زياتوي، چې د ياد شرکت مشر په دې اړه د افغانستان د مرستې غوښتنه وکړه.
کرزي د دې کتنې پر مهال د دا ډول نوښت او پروژې اهميت ته په کتنې سره ويلي: “موږ د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ له چين سره د اقتصادي همکاريو په پراختيا کې وينو.”
په خبرپاڼه کې راغلي، چې کرزي د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني ته چې په دې کتنه کې حاضر و، سپارښتنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې دې د افغانستان د حکومت او د چين د پيټروليمو د ملي شرکت ترمنځ د همکارۍ جامع او مناسب چوکاټ چمتو کړي.
کرزي شهراني ته ويلي، چې د همکاريو دغه چوکاټ دې د وزيرانو شورا تر منظورۍ وروسته له چين سره لاسليک کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې پرېکړه وشوه چې د چين د پټروليمو د ملي شرکت يو پلاوی به د افغانستان د حکومت او د دغه شرکت ترمنځ د ياد موافقه ليک د لاسليک لپاره په روانه ميلادي مياشت کې کابل ته سفر وکړي.
د يادولو ده، چې د چين د پټروليمو ملي شرکت په نړۍ کې د نفتو او ګازو اووم لوی شرکت دی چې تېر کال د نړيوالې داوطلبۍ له لارې د آمو سيند د نفتو د حوزې د درېيو بلاکونو د نفتو د استخراج تړون يې ترلاسه کړ او د سږ کال د تلې په مياشت کې د استخراج کار پيلوي.