ژبه

کرزى: له امريکا سره مو ستراتيژيکې اړيکې د چين پر زيان نه دي

کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١):  ولسمشر کرزى وايي، چين له افغانستان او پاکستان سره د ښو اړيکو له لارې کولاى شي پاکستان وهڅوي چې له ترهګرۍ او افراطيت سره ريښتيني او جدي مبازره وکړي.

د ولسمشر د وياندوى له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د چين د بهرنيو اړيکو په پوهنتون کې د وينا پر مهال کړې دي. 

پر پاکستان تور دى چې د “ترهګرۍ” پر ضد جګړه کې دوه مخۍ سياست کاروي او له طالبانو او القاعدې ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

کرزى تېره ورځ د شانګهاى سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه چين ته تللى او په پام کې ده چې له چين سره هم تر ستراتيژيکې کچې اړيکې اعلام کړي.

هغه د چين په ياد پوهنتون کې د وينا پر مهال ويلي، چې د افغانستان او امريکا ستراتيژيکې همکارۍ به له چين او نورو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې کمزورې نه کړي.

افغانستان په تېر يو کال کې د امريکا له متحدو ايالتونو، هندوستان، انګلستان، فرانسې، جرمني، ايټاليا او استراليا سره د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

کرزي زياته کړې: “د همکارۍ دغه تړونونه به هېڅکله هم هېڅ بل هېواد، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډيانو او د سيمې هېوادونو ته چې په سر کې يې زموږ دوست هېواد چين دى، زيان ونه رسوي.”

ولسشمر ويلي، چې افغانستان د خپلو اړتياوو له مخې له امريکا او نورو هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، ترڅو له نړۍ سره خپلې اړيکې پياوړې کړي.

د ده په وينا،  افغانستان تل هڅه کړې چې د نړۍ له هېوادونو او په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډيانو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړيکې ټينګې کړي او خپل بهرنى سياست داسې عيار کړي چې له يو هېواد سره د ښو اړيکو ټينګښت له بل هېواد سره د اړيکو د خړ پړتيا سبب نه شي.

ورته موضوع