ژبه

د کندهار له ٤١٧ ديني عالمانو د سويې ازموينه واخيستل شوه

کندهار (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): د کندهار ښار او بېلابېلو ولسواليو له ٤١٧  ديني عالمانو څخه، چې درې تنې يې مېرمنې وې، د سويې ازموينه واخيستل شوه، چې تر برياليتوب وروسته به د دوولسم ټولګي رسمي اسناد ورکړل شي.

 

دغه ازموينه نن (د غبرګولي٢٠مه) له کابل څخه د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د څانګې د استازو او د کندهار د پوهنې رياست د مسوولينو له لوري د کندهار  ښار په ميخانيکي ښوونځي کې واخيستل شوه.

 

د کندهار د پوهنې رييس شېر اقا ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې ازموينې لپاره د کندهار ښار او ولسواليو ٦٢٠ تنو ديني عالمانو خپل نومونه ليکلي وو، خو ازموينې ته ٤١٧ تنه حاضر شوي، چې درې په کې ښځې وې.

 

هغه زياته کړه، دا چې يو شمېر ديني عالمان په لرې پرتو ولسواليو کې ژوند کوي، نو د ځاى د لرې والي له امله ازموينې ته نه دي راغلي.

 

د نوموړي په وينا، د سويې دغه ازموينه د هغو ديني عالمانو لپاره برابره شوې، چې په خصوصي توګه يې ديني زده کړې کړې او رسمي اسناد په لاس کې نه لري.

 

دى وايي، دا په کندهار کې له ديني عالمانو څخه د سويې د ازموينې درېيم پړاو دى، چې تېر کال هم د دغه ولايت له ٤٣٠ تنو ديني عالمانو څخه ورته ازموينه اخيستل شوې وه، خو ډېر کم شمېر يې بريالي شوي وو.

 

له کابل څخه راغلي د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د څانګې غړي روح الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دينې عالمانو لپاره چمتو شوې پوښتنې د ١٢ ټولګي له سويې سره سمې دي، چې ډېره برخه يې ديني برخې ته ځانګړې شوې دي.

 

د هغه په خبره، د دغې ازموينې له لارې به برياليو ديني عالمانو ته د دوولسم ټولګي اسناد ورکول کېږي، چې په ټولو ادارو کې به د منلو وړ وي او په دې توګه به هغوى کولى شي، په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړي.

 

د ملا عبدالباري په نوم د ازموينې يوه برخه وال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ديني زده کړې يې په کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ کې په بېلابېلو مدرسو او جوماتونو کې تر سره کړې، خو د فراغت رسمي اسناد يې نه لرل.

 

هغه دا د ځان لپاره يوه ښه فرصت وګاڼه، چې د سويې ازموينه ورکوي او او د بريالتوب په صورت کې د دوولسم ټولګي اسناد ترلاسه کوي.

 

په دغې ازموينې کې د لومړي ځل لپاره درې مېرمنو، چې په خصوصي توګه يې ديني زده کړې ترسره کړې وې، هم ګډون کړى و.

 

د جميلې په نوم د ازموينې يوې برخه والې پژواک اژانس ته وويل، چې په خپل کور کې يې ډېر ديني کتابونه ويلي او دغه راز يې تر څه مودې د لېسې زده کړې هم کړې دي.

 

دا وايي، خوشحاله ده چې په ازموينه کې برخه اخلي او په دې توګه د دوولسم ټولګي سند ترلاسه کوي.

 

د هغې په خبره، تر برياليتوب وروسته غواړي ښوونکې شي او ماشومانو ته ديني زده کړې ورکړي.

 

د هېواد په کچه په ټولو ولايتونو کې هر کال له ديني عالمانو د سويې ورته ازموينې اخيستل کېږي، چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د څانګې د معلوماتو له مخې تر دې مهاله په ټول هېواد کې ٦٦ زره ديني عالمانو ته د دوولسم ټولګي اسناد ورکړل شوي دي.

ورته موضوع